د لاس رسي وړ اتصالات

چین علي بابا ۲.۷۵ میلیارد ډالر جریمه کړ


په علي بابا باندې دا جریمه په چین کې د انحصار ضد تر ټولو لوړه قضیه بلل کیږي
په علي بابا باندې دا جریمه په چین کې د انحصار ضد تر ټولو لوړه قضیه بلل کیږي

د چین حکومت د «علي بابا» په تجارتي شرکت تاریخي جریمه لګولې ده چې ۱۸ میلیارد چینايي ین یا ۲.۷۵ میلیارد ډالر کیږي.

په چین کې چاروکي وايي د انحصار ضد پلټنو په پایله کې معلومه شوې ده چې «علي بابا» څو کاله په مارکیټ کې د خپل تسلط او برلاسي توب څخه ناوړه استفاده کړې ده.

علي بابا» یو لوی انلاین او انټرنټي تجارتي شرکت دی چې بېلا بېل وسایل او توکي پلوري. دا ۲.۷۵ میلیارد ډالر جریمه د دغه شرکت د ۲۰۱۹ د کورنیو عوایدو ۴سلنه کیږي.

په علي بابا دا جریمه د تکنالوژۍ د شرکتونو د ځپلو په لړ کې لګول شوې او دا ښکاره کوي‌ چې په انټرنټي ادارو باندې د چین د انحصار ضد قانون خپلې نوې مرحلې ته داخل شوی، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې دا قانون هومره جدي نه پلی کېده.

په چین کې د علي بابا شرکت امپراتوري له هغه وروسته تر څار او پلټنو لاندې ونیول شوه چې د شرکت مالک جایک ما د اکتوبر په میاشت کې په دغه هېواد کې د کنترول او تنظیم په سیستم باندې په ښکاره انتقاد او نیوکه وکړه.

له دغې پېښې یوه میاشت وروسته،‌ چارواکي علي بابا شرکت ته د «انټ ګروپ» د ۳۷میلیارد ډالرو د پلان شوي لومړني‌ وړاندیز څخه په شاه شول.

د چین د مارکیټ د تنظیم ادارې تېره میاشت اعلان وکړ چې د «علي بابا» شرکت په اړه د انحصار ضد پلټنې کوي.‌

رویټرز وايي‌ چې په هانګ کانګ کې د «بوکوم نړیوال تحقیقي» ادارې مشر هونګ هاو وايي‌ چې دا په چین کې د انحصار ضد تر ټولو لوړه قضیه ده.

هغه وویل:‌ « له څه وخت راهېسې په مارکیټ کې د دا ډول جریمې د لګولو توقع کېدله... خو خلک باید د انحصار ضد پلټنو تر شا اقداماتو ته پام وکړي.»

د چین د مارکیټ د تنظیم اداره وايي‌ چې علي بابا له ۲۰۱۵ راپدیخوا په مارکیټ کې له «خپل برلاسي توپ» څخه ناوړه ګټه اخیستې او د خپلو پېرېدونکو مخه یې نیوله چې له نورو انټرنټي بازارونو څخه پېر او پلور ونکړي.

د دغې پرېکړې منتقدین وايي‌ چې دا د انحصار ضد د تنظیم او ادارې د اصولو خلاف کار دی.

XS
SM
MD
LG