کندز کې ماین چاودنې ۷ ملکيان وژلي ۶ ټپيان دي

عکس(ارشیف)

د کندز امنیتي چارواکي وايي، تیره ورځ ناوخته جون اول ( غبرګولي ۱۲) د دغه ولایت د خان اباد په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې اووه تنه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري امریکا غږ ته وویل چې دا ماین د خان اباد په ولسوالۍ کې د زرنج ریکشا په سپرلیو چاودیدلی چې له امله یې په دغه ریکشا کې سپاره ټول مسافر مړه او ټپیان شوي دي. هغه د دوو ټپیانو وضعیت د اندیښنې وړ وباله.

ښاغلي اکبري وویل چې د پیښې قربانیان د بدخشان ولایت د ارګوي ولسوالۍ د " ارغند" د کلي اوسیدونکي وو. د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند وویل چې مړي د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.

د کندز پولیسو ادعا کړې چې دا ماین طالبانو ښخ کړی و، خو طالبانو د افغان حکومت دا ادعا نه ده منلې.

په افغانستان کې که څه هم د کوچني اختر وروسته په څو محدودو ولایتونو کې د ګوتو په شمیر امنیتي پیښو پرته په عمومي ډول د تاوتریخوالي کچه کمه شوې، خو بیا د ماینونو او ناچاودیدلي توکو چاودنې د ملکي افغانانو ژوند اخلي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د یو راپور له مخې څلور ورځې وړاندې دغبرګولي په نهمه د کندهار ښار اړوند د پیروکلاچه سیمه کې د سړک د غاړې د ماین په چادونه کې دوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو.

دغه کمیسیون د جګړې په دوام او د ملکي وګړو او په ځانګړي ډول د ماشومانو مرګ ژوبلې باندې ژوره اندیښنه څرګنده کړې او د جګړې له ښکېلو غاړو څخه یې په کلکه غوښتي چې ژر تر ژره جګړه ودروي او د سرتاسري اوربند لپاره د افغانانو غوښتنې ته لبیک ووايي.