د افغانستان او پاکستان د دوه ګوني تابعیت په باب د پېښور عالي محکمې د پرېکړې هرکلی

د پیښور د عالي محکمې ددې پریکړې وړاندې دغې محکمې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر ۲۰هم هغو نهو افغان وګړو ته چې له پاکستانیو وګړو سره ودونه کړي وو د پاکستان اوریجن کارتونو (پي او سي) ورکولو امر کړی وو.

یو شمیر افغانانواو پاکستانیانو د دوه ګوني تابعیت لرلو په تړاو د پېښور عالي محکمې د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د جولاۍ پر ۱۳مه (د چنګاښ ۲۳مه) د پېښور عالي محکمې په یوه اورېدنه کې امر وکړ، هغه پاکستانۍ ښځه چې افغان تبعه ته واده شوې وي، د افغان تابعیت کارت یا د مهاجرت پر رجسټریشن کارت سربېره د دوه ګوني تابعیت حق لري.

په پېښور کې میشت د افغانستان نقیب الله چې مېرمن یې پاکستانۍ ده، له امریکا غږ سره په خبرو کې د پېښور عالي محکمې پر دغې پرېکړه خوښي څرګنده کړه. "که اوس د شناختي کارتونو قامي نادرا د عالي محکمې پرېکړه ومني او موږ ته له قانون سره سم اسناد راکړي نو ژوند به مو په ارام شي. "

محکمې دا هم په ډاګه کړې، هغه کسان چې میندې پلرونه یې پاکستانیان دي او عمرونه یې تر ۲۱ کلنۍ کم وي، هغوی هم د دوه ګوني تابیعت حق لري.

د محکمې قاضیانو د ۶۵ عریضو په حق کې خپله پرېکړه وکړه.

په پېښور کې د دې قضیې مدافع وکیل سیف الله محب کاکاخیل امریکا غږ ته وویل، هغه د داسې پاکستانیانو چې اولادونو یې "په ناپوهۍ" د افغان تابعیت کارت اخستی وو او لوڼو يې له افغان وګړیو سره ودونه کړي وي د هغوی عریضې محکمې ته وړې وې. "محکمې پرېکړه وکړه چې پاکستانی تابعیت لرونکې ښځه چې مېړه يې د افغانستان تابعیت لري، نو هغوی د پاکستان او افغانستان دواړو تابعیت ساتلی شي. "

کاکاخېل زیاتوي چې تر ۲۰۰۰ میلادي کال مخکې به هغه ماشومان د قانون له مخې پاکستانیان بلل کېدل چې پلار به يې پاکستانی وو خو وروسته په کې بدلون وشو، او هغه دا چې "په مور او پلار کې که یې یو هم پاکستانی تابعیت ولري نو اولادونه به يې هم پاکستانيان ګڼل کېږي. "

د پېښور عالي محکمې په خپله پرېکړه کې دا امر هم کړی، که په مېرمن او میړه کې یې یو هم د پاکستان تابعیت لري نو هغه بل ته به یې لومړی د پاکستان اوریجن کارت او وروسته به د قانون له مخې تابعیت ورکول کېږي.

کاکاخېل وویل، عالي محکمې په خپله پرېکړه کې د ده موکلینو ته امر وکړ چې د کورنیو چارو وزارت ته مراجعه وکړي او د خپل پاکستاني تابعیت په اړه دې د تصفیې سند ترلاسه کړي او د دې سند ترلاسه کولو وروسته دې د کورنیو چارو وزارت د دوی د کډوالۍ کارتونه لغوه کړي او پاکستانۍ پېژندپاڼې دې ورته ورکړل شي.

د پېښور رحیم الله چې اوس په اسلام اباد کې اوسېږي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، "څه موده وړاندې مې اروپا ته د تلو لپاره د افغانستان تابعیت کارت جوړ کړی وو خو وروسته پرې پېښمانه وم، ځکه چې پاکستانی کارت مې وتړل شوې خو بیا مې وروستو له وکیل سیف الله سره تماس ونیولو او دا ستونزه یې راته په دې قضیه کې هواره کړه. "

په پېښور کې د افغان کډوالو د شورا مشر بریالي میاخیل هم د عالي محکمې پر پرېکړه خوښي وښوده.

له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، "ستونزه دا ده چې دلته په پاکستان کې پرېکړې عملي کېږي نه، له دې وړاندې هم د پېښور عالي محکمې امر کړی وو چې ځینې افغان کډوالو ته دې د پاکستان اوریجن کارت ورکړل شي خو لا تر دې دمه يې یوه ته هم نه دی ورکړی. "زما خپل ورور او ورېرونو له پاکستانیو ښځو سره ودونه کړي دي خو هغوی له دې پرېکړې څخه خبر هم نه دي او نه يې زه خبروم ځکه چې دلته دا رقم کارونه ډېر لوی جنجال وي او دا یوازې د محکمې تر پرېکړو پورې محدویت لري. "

کله چې امریکا غږ په اسلام اباد کې د پاکستان شنختي کارت ملي ادارې "نادرا" د یو مسوول سره دا ستونزه وڅیړله، نوموړي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دوی دا خبره د کورنیو چارو د وزارت سره مطرح کوي او هغوی به پلټڼې کوي نو چې کره پایلې مخې ته راشي نو د عالي محکمې د امر سره سم به دوی دغه ټولو افغان کډوالو ته اسناد ورکوي.

د یادونې ده چې د روان مېلادي کال د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه هم د پېښور عالي محکمې هغه نهه تنه افغان وګړو ته چې له پاکستانیو وګړو سره ودونه کړي وو د پاکستان اوریجن کارتونو (پي او سي) ورکولو امر کړی وو.

د پاکستان اوریجن کارت لرونکي په دې هېواد کې دایمي استوګنه کولای شي، بانکي حساب پرې پرانستلی شي او سوداګري هم کولی شي.