له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ډله ييز ایستلو پر ضد اسلام اباد کې سترې محکمې ته عريضه شوې

پاکستان لنډ مهاله حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درېیمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پریکړه وکړه، ملګري ملتونه وايي ددغه شمیر ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي.

د پاکستان يوشمېر سیاستوالو، مدني فعالانو او مدافع وکیلانو د پاکستان د پخواني لنډمهاله حکومت لخوا د ۲۰۲۳ کال په وروستيو کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ډله ييز ایستلو پرضد د جنورۍ پر اوومه (مرغومي ۱۸) د پاکستان سترې محکمې ته عريضه کړې ده.

د پاکستان پيپلز ګوند پخوانی سناتور فرحت الله بابر، د جماعت اسلامي سناتور مشتاق احمد خان، د بشري حقونو فعاله امنه مسعود جنجوعه، مدافع وکيلان جبران ناصر، عمران شفيق او ايمان زينب مزاري، سيد معاذ شاه، او د روحيل کاسي او د غزاله پروین په ګډون ګڼو نورو دا عريضه د پاکستان د اساسي قانون د ١٨٤ (٣) مادې لاندې ثبت کړې ده.

په عريضه کې د پاکستان مرکزي حکومت، پخوانی لنډمهاله صدراعظم انوارالحق کاکړ، د کورنيو چارو وزارت مرستيال، د څلورو واړو ولايتونو او په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو کميشنر فريق ګرځول شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر مياشت کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱ په خپله خوښه د وتلو ویلي وو. د هغه کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو چې د حکومت په وينا تر اوسه يې له ۸۰۰ زرو څخه زيات افغانان خپل هيواد ته ستانه کړي دي.

په اسلام اباد او د پاکستان په نورو برخو کې ګڼو افغان کډوالو شکايت کاوه چې د پاکستان پوليسو هغوی د قانوني اسنادو پر درلودو سربېره هم نيسي او په زوره يې ستنوي، خو پوليسو بيا دا ادعاوې رد کړي او ويلي يې وو چې يوازې غير راجستر او د استوګنې قانوني اسناد يا ويزه نه لرونکي افغانان له دغه هيواده باسي.

مدني فعال او مدافع وکيل جبران ناصر پر ټولنيزه شبکه اېکس په ستره محکمه کې د جمع کړې عریضې یو نقل شریک کړی او لیکلي یې دي: "زموږ په عریضه کې موږ غوښتنه کړې چې راجستر شويو افغان کډوالو او هغو کسانو ته، چې د سیاسي پناه غوښتنلیکونه يې پاتې دي،خونديتوب ورکړل شي او باید ونه ایستل شي بلکې د دوی قضیې باید ژر تر ژره وڅېړل شي."

په عريضه کې دا غوښتنه هم شوې ده چې هغه کډوال، چې په پاکستان کې زېږېدلي دي، چې "موږ يې د پاکستان اتباع ګڼو، بايد خونديتوب ورکړل شي."

په دا وروستيو کې يو ځل بيا د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو د لړۍ تندېدو راپورونه ورکړل شوي دي. دا لړۍ تر هغه وروسته تېزه شوه چې د اسلام اباد او راولپينډۍ د پولیسو مشرانو د ۲۰۲۴ کال د نومبر پر ۲۶(ليندۍ ۶) وويل چې د پاکستان تحریک انصاف د زنداني بنسټګر او پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره يې په اسلام اباد کې د همهغې ورځې د احتجاج پر مهال د تاوتریخوالي پر سر د ۶۴ افغانانو په ګډون تر یو زر او۱۵۰ څخه زیات کسان نیولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم هغه ورځ وویل چې د ډسمبر تر ۳۱ (مرغومي ۱۱) وروسته به هغه افغانان په اسلام اباد کې نه پرېږدي چې هلته د اوسېدو اجازتنامه نه لري.

د اسلام اباد په ترنول سيمه کې مېشت افغان کډوال ګلاب خان د جنورۍ پر اتمه (مرغومي ۱۹) امريکا غږ ته وويل چې پر قانوني اسنادو سربېره یې پوليس نیسي او ځوروي یې.

نوموړي زياته کړه: "موږ ته د پاکستان د حکومت له اړخه [په اسلام اباد کې د اوسېدو لپاره] د اجازتنامې جوړولو امر شوی وو او موږ هغه هم جوړه کړه، خو بيا هم دلته پر موږ ډېر سخت تکليف دی، کار او روزګار نه شو کولای، که افغانان د کډوالۍ د راجسټرېشن يا د افغان تابعيت کارت ولري، نو پوليس يې بيا هم نيسي او د پنډۍ حاجي کيمپ ته يې وړي، هلته يې بندي کوي او تر هغه وروسته ټول افغانستان ته اړوي."

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت هم په دغه ښار کې د شاوخوا ۸۰۰ افغانانو پر "خپلسري" نيونو "سخته اندېښنه" ښودلې ده.

سفارت د جنورۍ پر شپږمه (مرغومي ۱۷) پر ټولنيزه شبکه اېکس په خپاره کړي بيان کې ويلي و چې په نيول شويو افغان وګړو کې هغه کسان هم شامل دي چې په پاکستان کې يې د استوګنې قانوني اسناد درلودل.

په هغه بيان کې د پاکستان له لوري د افغان وګړو افغانستان ته په زوره د استولو موضوع هم ياده شوې او ويل شوي و چې له هغو څخه ۱۳۷ داسې دي چې د خپلو ختمو شويو ويزو د تمديد لپاره يې عريضې جمع کړي وې.

بلخوا د اسلام اباد ادارې د جنورۍ پر اوومه (مرغومي ۱۸) په خپاره کړي بيان کې وويل چې يوازې هغه بهرنيان باسي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د ملګرو ملتونو او طالبانو څخه پاکستان سره د خبرو غوښتنه

په پېښور پوهنتون کې د ژورناليزم د څانګې ښوونکی ډاکټر عرفان اشرف د جنورۍ پر اتمه (مرغومي ۱۹) د امريکا غږ ته وويل وويل چې د پاکستان دولت د کډوالو مسله سياسي کړې ده او په خاصه توګه چې کله په افغانستان کې د طالبانو واکمني راغلې ده نو اسلام اباد اوس دغه "انساني غميزه" پر طالبانو د فشار اچولو لپاره کاروي.

نوموړی زياتوي: "دا اوس يوه سياسي مسله ده. بايد ملګري ملتونه او طالب چارواکي له پاکستان سره پر دې مسله خبرې وکړي، ځکه په دې کې د ډېری کډوالو ته ژوند ته خطر پېښيږي او په داسې توګه د هغوی نيول يا شړل د بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د ميثاق سرغړونه ده."

بلخوا په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنري وياند قيصر اپرېدي ويلي دي چې دوی د پاکستان له حکومت سره په تماس کې دي او ورته ويلي يې دي چې د افغان کډوالو د نيولو او افغانستان ته د هغوی له ستنولو ډډه وکړي.