شهباز شریف: طالبان باید افغانستان کې د تروریستي ډلو له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه واخلي

شهباز شریف ملګرو ملتونو غونډې ته وویل چې پاکستان د طالبانو له حکومت څخه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي په اړه د نړیوالې ټولنې په توقعاتو کې ځان شریک ګڼي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د طالبانو له لنډ مهاله حکومت غوښتي چې په افغانستان کې د ټولو تروریستي ډلو په ځانګړي ډ‌ول د هغو ډلو پرخلاف چې ددغه هیواد په ګاونډیو هیوادونو کې د تروریستي فعالیتونو مسوولیت په غاړه لري کوټلي او اغیزمن اقدامات وکړي.

صدراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ سپټمبر ۲۷( تلې شپږمه) د ملګرو ملتونو ۷۹یمې کلنۍ سرمشریزې ته په وینا کې د هند او کشمیر اړوند مسلو په اړه د څرګندونو ترڅنګ وویل چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" د ډلې چې هغه د خوارجو په نوم یاده کړه مخ په زیاتیدونکي ډول د تروریستي ګواښ سره مخ دی.

هغه وویل چې دغې تروریستي څپې پر وړاندې هڅه کوي چې د نړیوالې ټولنې په مرسته مبارزه وکړي. صدراعظم شهباز شریف وویل چې د "عزم استحکام" تر نامه لاندې په ملي کچه د پوځي عملیاتو له لارې غواړي دننه په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو فعالیتونه له منځه یوسي.

هغه وویل: " پاکستان په افغانستان کې هرڅومره ژر چې ممکن وي د سیاسي وضعیت د عادي کیدو په لټه کې دی. مونږ میلیونونو کړیدلو افغانانو ته د ملګرو ملتونو د درې میلیاردو ډالرو د بشري مرستو د چمتو کولو غوښتنه کې شریک یو."

خو صدراعظم شهباز شریف په عین حال کې وویل چې پاکستان د طالبانو له حکومت څخه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي او هم د سیاسي ټولشمولتوب د ودې په اړه د نړیوالې ټولنې په توقعاتو کې ځان هم شریک ګڼي.

صدراعظم شریف وویل: " په ځانګړي ډول لنډمهاله حکومت [طالبانو حکومت] باید چې د افغانستان په دننه کې د ټولو تروریستي ډلو له منځه وړلو لپاره په ځانګړي ډول د هغو تروریستي ډلو پر وړاندې چې په ګاونډیو هیوادونو کې د تروریستي فعالیتونو مسوولیت لري اغیزمن او کوټلي اقدامات ترسره کړي."

هغه وویل چې په دغو ډلو کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش"، د القاعده ډلې پورې تړلې تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي"، د ختیځ ترکمنستان اسلامي غورځنګ، د اوزبیکستان اسلامي غورځنګ او انصارالله ډلې شاملې دي.

د پاکستان صدراعظم شریف ادعا وکړه چې هېواد یې تېرو دوو لسیزو کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ډېره درنه بیه پرې کړې او په وینا یې، اتیا زره پاکستاني ملکیان او امنیتي منسوبین د تروریزم پر وړاندې په جګړه کې وژل شوي دي.

طالبانو حکومت د پاکستان د صدراعظم دغو نوو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې دمخه د طالبانو حکومت په افغانستان کې د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د تحریک طالبان د ډلې د وسله والو د شتون په اړه د پاکستان د پوځي او ملکي چارواکو ادعاوې ردې کړي دي.

د طالبانو د حکومت لوی درستیز قاري فیصح الدین فطرت د اګست د تیرې میاشتې په ۲۸( وږي اوومه) کابل کې خبریالانو ته وویل چې هیڅوک په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې د وسله والو شتون نشي ثابتولی.

هغه وویل چې پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې د غړو شتون د ادعاو په تړاو طالبانو حکومت ته کوم ثبوت هم نه دی وړاندې کړی.

فطرت وویل چې پاکستاني طالبان د دغه هیواد په دننه کې مرکزونه لري او ځینې سیمې یې تر کنټرول لاندې هم دي او له هغو سیمو په دغه هیواد کې بریدونه ترسره کوي.

هغه وویل: " هیڅوک دا نشي ثبتولی چې ټي ټي پي د افغانستان په کومه برخه کې خپل مرکزونه ولري او لکه څنګه چې اسلامي امارت [طالبانو حکومت] ژمنه کړې د افغانستان له خاورې په هیڅ کوم هیواد برید نه ترسره کیږي، دغه ژمنې ته پابند دی او که چیرې [ټي ټي پي] په افغانستان کې حضور ولري دې ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه عملیات تنظیم کړي او په پاکستان باندې بریدونه وکړي".

د پاکستان د صدراعظم ددغو څرګندونو دمخه افغانستان لپاره ددغه هیواد پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له خپل حکومت غوښتي وو چې د ملګرو ملتونو د ۷۹ عمومي غونډې د ګډونکوونکو هیوادونو مشرانو څخه دې طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د بوخت پاتې کیدوغوښتنه وکړي او دا ځکه چې ددغه پخواني دپلومات په وینا د افغانستان منزوي کیدل به د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ پيښې د بیا تکرار سبب شي.

اصف دراني، چې د افغانستان په اړوند د پاکستان د حکومت د پالیسۍ سره د اختلاف له امله د سپتمبر په دوېیمه اونۍ کې له خپلې دندې ګوښه شوی، د سپتمبر ۲۴ ( تلې ۳مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د خپل حکومت څخه دا غوښتنه کړې ده.

هغه لیکلي: " په داسې حال کې چې د نړۍ ټول مشران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې راغونډ شوي، پاکستان باید چې د نړیوالې ټولنې څخه طالبانو سره د بوخت پاتې کیدو غوښتنه وکړي. یو منزوي افغانستان به د سپتمبر د ۱۱ د بیا تکراریدو لپاره د تروریستانو په پناه ځای بدل شي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان لپاره ددغه هیواد ځانګړی استازی اصف درانی د سپتمبر له ۱۰ (وږي ۲۰مه) څخه وروسته نور ددغه هیواد ځانګړی استازی نه دی او له دندې ګوښه کړای شوی دی.

اصف درانی د ۲۰۲۳کال د مې په مياشت کې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی و.