شاهین اپریدي د کرکټ د کال غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه

شاهین اپریدی د پاکستان د کرکټ لوبډلې تېز توپ اچوونکی دی

د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان د کرکت د ملي‌لوبډلې تېز توپ اچوونکي‌ شاهین اپریدي ته د کال دغوره توپ اچوونکي او د انګلنډ کپتان جوی روټ ته د ټست لوبو د کال د فوق العاده توپ وهونکي جایزې ورکړې.

د پاکستان لوبغاړي شاهین اپریدي تېرکال په ۳۶ مختلفو نړیوالو لوبو کې ۷۸ کسان سوځولي وو او له همدې کبله هغه ته د «سر ګارفیلډ سوبرز» جایزه ورکړل شوه.

شاهین اپریدي وویل تېرکال یې لوبډلې ښې لوبې کړې او ګټلې دي،‌ خو هغه ته غوره لوبه د ۲۰۲۱ په نړیوال جام کې د هند ماتول وو. شاهین اپریدي په دغې لوبې کې د هند درې مهم لوبغاړي‌ اوټ کړي ‌وو او «هغه یوه تاریخي لوبه وه چې ډېر نندارچیان یې» لرل.

د انګلنډ کپتان جوی روټ بیا د ټست لوبو د غوره لوبغاړي‌ جایزه واخیسته. هغه په ۲۰۲۱ کې په ۱۵ ټست لوبو کې ۱۷۰۸ منډې کړې.

روټ تېرکال دوه ځلې غبرګې سلیزې کړې او څلور ځلې سلیزې کړې وې. هغه وویل، «زه ډېر ویاړم چې دا جایزه مې ترلاسه» کړه.

په دې سربېره د کرکټ د نړیوالې شورا په ښځینه کرکټ لوبغاړو کې بیا د هند د ښځو د لوبډلې غړې سمریتي ماندانا ته د کال د غوره لوبغاړې جایزه ورکړه.