د خيبر پښتونخوا په کورمه کې کړکېچ ولې پای نه مومي؟

د کورمې قبایلي سیمې اوسیدونکو په پرله پسې ډول په سیمه کې د امنیت د ټینګیدو لپاره لاریونونه او غونډې کړي دي.(عکس ارشیف).

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په کورمې قبايلي سيمې کې د اهل تشیع مشرانو د نومبر پر اتمه (لړم ۱۸) ويلي دي له هغه وروسته يې خپل احتجاجي لاريون پای ته ورسوه چې حکومت د هغوی ځینې مهمې غوښتنې ومنلې.

د کورمې په سمير عباس سيمه کې د اهل تشيع د ځايي ټولنې "انجمن حسينيه" مشر جلال حسين بنګښ وويل چې احتجاج يې تر هغه وروسته ختم کړ چې حکومت يې د لارې د خلاصولو او د امنیت ټينګولو غوښتنې ومنلې: "د قامي جرګې او ریاست (دولت) ترمنځ مذاکرات بريالي شول او زموږ لاره پرانیستل شوه. لا هم ځینې مشکلات شته خو هغه به د قام د مشرانو په هڅو سموو."

یاده دې وي چې د کورمې زرګونو خلکو د تړل شویو لارو د خلاصېدو او په سيمه کې د امنيت ټينګولو لپاره د نومبر پر شپږمه (لړم ۱۶) د کورمې له مرکزي ښار پاړه چينار څخه د همدغې قبايلي ولسوالۍ د صدې سيمې پر لور پلی احتجاجي لاریون پيل کړی وو چې وروسته سمير عباس سيمې ته رسېدلي وو.

د انجمن حسينيه مشر جلال حسين د نومبر پر نهمه (لړم ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې په کورمه کې شخړې په لومړي سر کې د ځمکو د وېش له امله رامنځ ته شوې: "وروسته بيا ځينو شرخوښوونکو پر ټولنيزو شبکو په یو بل پسې د کرکې بی انونه خپاره کړل چې په نتيجه کې يې د اهل تشيع او سنيانو ترمنځ نښتې پیل شوې."

حسين زياته کړه چې تر دې دمه د کورمې په شخړه کې د دواړو خواوو شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي او ګڼ ژوبل شوي دي. د کورمې ولس په وار وار له حکومتي او ریاستي چارواکو غوښتنه کړې ده چې دې شخړې ته د پای ټکی کښېږدي چې له امله يې د سیمې امنیت ته زښت زیان رسېدلی دی.

په کورمه کې لويې لارې تر هغه وروسته وتړل شوې چې د اکتوبر پر ۱۲(تلې ۲۱) د مقبلو د قوم د موټرو پر کاروان په بريد کې ۱۷ تنه ووژل شول. تر دې مخکې، پر همدغه ورځ وسلوالو د کونج عليزوغره ته پر تللو درې کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي وو. چارواکي وایي، داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.

د پاکستان د سرحداتو پخوانی مرکزي وزير او ولسي مشر ساجد حسين توري د نومبر پر نهمه امریکا غږ ته وويل چې په کورمه ولسوالۍ کې د دولت او حکومت واک او کنټرول نشته نو ځکه وخت په وخت هلته شخړه رامنځته کېږي.

نوموړي زياته کړه: "د نومبر پر اتمه زموږ د مشرانو د دولت له واکدارانو سره په پاړه چینار کې د خیبرپښتونخوا د والي په کور کې جرګه وکړه او پرېکړه وشوه چې په کورمه کې چې کوم ځای هم شخړه رامنځته کېږي نو ریاستي چارواکي او انتظامي چارواکي به هغه ډلې په خپل منځ کې له یو بله سره کښېنوي او ریاستي او قامي چارواکي به په سمدستي توګه ستونزه هواروي او چې څوک هم د هغه پرېکړې سرغړونه وکړي نو پرضد به يې عملیات کېږي."

بلې خوا د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کميسيون په کورمه کې د روان کړکېچ د سمدستي هواري غوښتنه کړې ده. د کميسيون مشرانو د نومبر پر اوومه (لړم ۱۷) د اسلام اباد په مطبوعاتي کلب کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په کورمه کې د اوږدې "قبيلوي او فرقه يیزې شخړې" له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغوی زياته کړه چې د دې شخړې له امله کورمه د خيبر پښتونخوا له نورو برخو څخه بېله شوې ده ځکه چې هلته لويې لارې تړل شوي او د انټرنېټ خدمات ځنډول شوي دي.

د کميسيون مشرانو په خپله اعلاميه کې وويل چې دا تور بايد په جدي توګه وڅېړل شي چې د کورمې په تاوتريخوالي کې "وسلوال او روزل شوي جنګيالي" ښکېل دي. اعلاميه کې راغلي، دا د رياست ذمه واري ده چې په کورمه کې تاوتريخوالی ختم کړي او د ولس "د ژوند او امنیت د حق" ساتنه وکړي.

په کورمه کې د سنیانو یو مشر ملک حاجي سېف الله د نومبر پر اتمه (لړم ۱۸) امریکا غږ ته وويل چې د دې فرقه یيزې شخړې له امله یو خوا ځاني زیانونه اوښتي او بل خوا ښځې او ماشومان دومره وېرېدلي چې د شپې خوب نه شي کولی: "که خلکو ته څه ډول ضروري کار ورپېښ شي نو د شپې په غرونو کې په سختو لارو کې تګ کوي او دا ډول که کومه امیدواره ښځه ناروغه شي نو د لارو د تړل کېدو له امله هغوی نه شي کولی چې پر وخت يې د پېښور یا بل کوم لوی روغتون ته ورسوي. "

په کورمه ولسوالۍ کې یوشمېر قبایل اوسېږي چې پکې بنګښ، تري منګل ، علي شېرزياو داسې نورې قبیلې مېشتې دي چې پکې د پاړه چینار قبایل له شیعه مذهب سره او د کوزې او برې او منځنۍ کورمې خلک بيا له سني مذهب سره تعلق لري او په تېرو وختونو کې هم وخت په وخت د دواړو خواو ترمنځ نښتې شوي او امینیت ته زیان رسېدلی دی.

په کورمه کې سنیان او اهل تشيع ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمنځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسله والې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پرضد ویناګانې د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په هغو نښتو کې نه یوازې ځاني او مالي زیانونه اوړي بلکې د سیمې سړکونه هم ورسره تر ډېره تړلي وي چې له وجې یې د کورمې یوشمېر سیمو ته د ژوند اړین توکي پر وخت نه رسیږي.