د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ

د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران

د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې چې په هند کې جوړه شوه، په دوه اړخیزه موضوعاتو کې پر یو بل نیوکې وکړې، خو د افغانستان اړوند او له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه یې واحد دريځونه وړاندې کړل.‌

هند چې اوسمهال د شانګهای د همکاریو سازمان مشري پرغاړه لري، د روانې مې میاشتې‌ په څلورمه او پنځمه نېټه د "ګوا" په ښار کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې کوربه و.‌

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامونیم جي شنکر په دغه ناستې کې د وینا پر مهال او بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي وویل چې، ترهګري په هر ډول او بڼه چې وي، باید له منځه یووړل شي، په ځانګړې توګه له پولو هاخوا د ترهګرۍ مخه باید ونیول شئ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په خپلو خبرو کې وویل چې له ترهګرۍ سره مبارزه یو ګډ مسوولیت دی. نوموړي د شانګهای د همکاریو سازمان څخه وغوښتل چې د "ترهګرۍ ټول ډولونه په ځانګړي‌ توګه د حکومتونو له خوا تمویل شوي ترهګري وغندي. "

پاکستان هند په بلوچستان ایالت کې له وسله والو اورپکو څخه په ملاتړ تورنوي، هغه تور چې هند په پرله پسې توګه رد کړې ده.

زرداري د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د خودمختارۍ د حق لغو کیدو ته په اشارې سره وویل:"د حکومتونو یو اړخیز او ناقانونه کړنې چې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د پرېکړه لېک څخه څرګنده سرغړونه ده، د شانګهای د همکاریو سازمان له اهدافو او موخو سره په تضاد کې دي."

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۹م کال کې د هند حکومت تر خپلې ولکې لاندې کشمیر کې د نیمه خودمختارۍ حق لغو کړ، اسلام آباد له ډهلي سره خپلې ډپلوماټیکې او سوداګریزې اړیکې وځڼدولې او دواړو هېوادونو خپل لوړپوړي ډپلوماټان او د قونسلي څانګې کارکوونکې بیرته ور وغوښتل.‌

بلاول بوټو د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په پای کې یوې خبري‌ ناستې کې له هند سره د رسمي ډيپلوماسۍ نشتون لامل په کشمیر کې د هند د حکومت له خوا د نیمه خودمختارۍ حق لغو کېدل وبلل او په هند یې تور پورې کړ چې د تعامل لپاره زمینه نه برابروي.‌ د هند د بهرنیو چارو وزیر له خبریالانو سره بیا په خبرو کې د ترهګرۍ په تړاو د خپل پاکستاني سیال خبرې په کلکه وغندلې.

خو بلخوا، د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په تړاو واحد دريځ غوره کړ او د روان وضعیت په اړه یې اندیښنه وښودله.

بلاول بوټو زرداري له طالبانو وغوښتل چې خپلو ژمنو ته چې ترهګر به د افغانستان له خاورې څخه ګټه نه اخلي، ژمن پاتې شي.

پاکستان چې هره ورځ د پاکستان د طالبانو د تحریک د اورپکو له بریدونو سره مخامخ دی، ادعا کوي ‌چې ددغه تحریک مشر د افغان خاورې څخه فعالیت کوي. خو د طالبانو حکومت د پاکستان دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې هیچاته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

زرداري همداراز وویل چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د چارواکو هڅولو ته دوام ورکړي،‌ ترڅو د منل شوي نړیوالو اصولو په چوکاټ‌ کې د سیاسي‌ ګډون او د ټولو افغانانو حقونو په تیره بیا د نجونو د زده کړې حقونه رعایت کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر وویل چې د یوه ريښتنی ټول شموله دولت تضمین.... له ترهګرۍ سره مبارزه.... د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو ساتنه،‌ په افغانستان کې د هند د لومړیتوبونو څخه دي.‌

تر ۲۰۱۴م کال وروسته،‌ دا لومړی ځل و چې یو لوړپوړی پاکستاني پلاوی خپل تاریخي سیال هېواد، هند ته سفر کوي.‌

د اټومي ځواک لرونکو هند او پاکستان ترمنځ اړیکې تل له تاوتریخوالي څخه ډکې دي او دغه دواړو ګاونډیانو د کشمیر د کشالې پر سر درې ځلې جګړه هم کړې ده.

د بلاول بوټو تر دې سفر مخکې، د پاکستان د صدر اعظم سلاکار، سرتاج عزیز په ۲۰۱۶ کال کې هند ته تللی و.‌

هند دمګړی د شانګهای د همکاریو سازمان مشري پر غاړه لري. د شانګهای د همکاریو سازمان یو سیاسي او امنیتي بنسټ‌ دی چې په ۲۰۰۱کال کې د چین، روسیې او د منځنۍ اسیا هیوادونو له خوا رامنځ ته شو او وروسته بیا هند او پاکستان هم پکې شامل شول.