عراقي شیعه مشران: د ایران او امریکا په جگړه کې عراق "سوځيږي"

د عراق شیعه مشران مقتدا الصدر او قيس هادي سيد حسن الخزعلي

د عراق مخکښو شیعه مشرانو د دوشنبې په ورځ (می ٢٠) د ایران او امریکا په جگړه کې د خپل هیواد د ښکیل کیدو په اړه خبرداری ورکړ او وویل چې دا کار به عراق بیا د جگړې په میدان بدل کړي.

د شیعه ګانو دوو بانفوذه روحاني مشرانو او یو مخکښ سیاستوال چې ټول یې د ایران سره نژدې اړیکې لري خبرداری ورکړی چې کیدای شي عراق یو ځل بیا په جگړې کې ښکیل شي.

د عراق شیعه مشر مقتدا الصدر ویلي هر هغه سیاسي گوند چې عراق د امریکا او ایران په جگړې کې ورگډ کړي "هغه به د عراق د ولس دښمن وي." هغه خبرداری ورکړ چې "دا جگړه به د عراق پای وي، مونږ سولې او بیارغونې ته اړتیا لرو".

بل شیعه مشر قيس هادي سيد حسن الخزعلي چې د”عصائب أهل الحق“ په نامه ډلې مشر دی او ایران یې ملاتړ کوي په یو ټویټ کې لیکلي چې د هغو عملیاتو مخالف دی چې "جگړې ته بهانه جوړوي" او زیاتوي چې دا کار به یواځې د "عراق سیاسي، اقتصادي او امنیتي حالاتو ته تاوان ورسوي".

همداشان د شیعه ملیشه قواو مشر هادي العامري چې بغداد او تهران یې ملاتړ کوي په یوه اعلامیه کې پر عراقیانو غږ کړی چې "عراق او سیمه له جگړې نه لرې وساتي". هغه خبرداری ورکوي "که جگړه پیل شي ...هغه به ټول وسیزي".

دغه خبرداری څو ساعته وروسته له هغې ورکړل شو چې د بغداد ښار په 'شین زون' کې چې پوره امنیت یې نیول شوی د امریکا سفارت ته نژدې یو توغندی ولگید. د تیرې شپې د توغندي لگیدلو په پیښه کې څوک ندي ژوبل شوي او هیڅ چا یې مسؤلیت ندی منلی.

همداشان دغه توغندی لږ وروسته له هغې ویشتل شوی چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په یو ټویټري پیغام کې ایران ته خبرداری ورکړ چې متحده ایالات ونه گواښي او که نه نو "دا به یې رسمي له منځه تلل" وي.

پدې وروستیو ورځو کې امریکا د ایران د گواښونو په غبرگون کې په منځني ختیځ کې خپل ځواکونه او تجهیزات زیات کړي چې په سیمه کې د امریکا په پوځي اډو کې د ابراهام لنکن الوتکې لیږدونکې بېړۍ او د بي-٥٢ الوتکو ځای پر ځای کول یې یوه برخه ده.