سیګار: افغان کوماندو ځواکونه د مقاومت جبهي سره یو ځای شوي  

د افغانستان د مخکني حکومت ځواکونه

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي مفتش اداره (سیګار) په خپل تازه راپور کې د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې په اساس ویلي دي چې د افغانستان د کوماندو مخکني ځواکونه «تقریبآ په قطعي ډول» د مقاومت له جبهې سره یو ځای شوي دي او یا د طالبانو او د مرګ له ویرې پټ دي.

سیګار د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر مسعود اندرابي له خولې لیکلي دي چې د افغانستان د کماندو د مخکنیو ځواکونو یو شمېر یې د مقاومت له جبهې سره یو ځای شوي او یو شمېر افغان پولیسو بیا ایران ته پناه وړې چې هغوی یې هرکلی کړی دی.

په همدې حال کې د مقاومت جبهې ویاند میثم نظري په خپل ټویټر کې د سیګار د راپور یوه برخه خپره کې ده او منلې ده چې د کماندو ځواکونو غړي د دوی له جبهې سره یو ځای شوي دي.

نوموړي لیکلي دي چې د افغانستان پخواني دفاعي او امنیتي ځواکونه «زموږ د ځواک د ملا تېر دی».

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د نوروز په مناسبت په خپل ویدیويي پیغام کې ویلي وو چې هڅه کوي د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه فعال او راټول کړي خو په دې اړه یې نور وضاحت ورنکړ،

احمد مسعود د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، د مقاومت جبهه اعلان کړه او بیا یې له ټولو افغانانو وغوښتل چې د طالبانو په ضد ملي پاڅون وکړي.

دوی وايي چې د مقاومت جبهه یې په پنجشیر او د افغانستان په نورو ولایتونو کې فعال دي، خو طالبان ادعا کوي چې د هغوی په وړاندې په افغانستان کې هېڅ مقاومت نشته.