افغانستان د نړۍ کم اعتباره او سنګاپور د نړۍ تر ټولو معتبره پاسپورټ لري

د یو تازه رپوټ له مخې، د افغانستان پاسپورټ په ۲۰۲۳ م کال کې یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ وپېژندل شو.

د "هنلي پاسپورټ شاخص" چې هر کال د نړۍ د هیوادونو د پاسپورټونو اعتبار درجه بندي کوي، د سنګاپور پاسپورټ په نړۍ کې ترټولو معتبر پاسپورټ اعلان کړ. د دې شاخص له مخې، د سنګاپور اتباع کولای شي چې د نړۍ له ۲۲۷هېوادونو څخه ۱۹۲ هېوادونو او سیمو ته پرته له ویزې سفر وکړي.

د "هنلي پاسپورټ شاخص" د نړۍ د هیوادونو پاسپورټونه د ویزې پرته سفر د اعتبار پر بنسټ درجه بندي کوي.

له سنګاپور وروسته د جرمني، ایټالیا او هسپانیې پاسپورټونه په دویم کتار کې دي. ددغه پاسپورټونو لرونکي کولای شي د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د هنلي د شاخص د سږنۍ درجه بندۍ له مخې، جاپان چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې لومړی مقام درلود، اوس له شپږو نورو هېوادونو- اتریش، فرانسې، فنلنډ، لوګزامبورګ، سویلي کوریا او سویډن سره په درېم ځای کې دی. د دغو هېوادونو پاسپورټ لرونکي کولای شي د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته له وېزې پرته سفر وکړي.

د هنلي په دغه نوې درجه بندۍ کې، د افغانستان، سوریې او عراق پاسپورټونه د جدول په وروستې برخه کې ځای لري. د افغانستان پاسپورټ لرونکي کولای شي چې یواځې د نړۍ ۲۷ هېوادونو او سیمو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د هنلي د رپوټ پر اساس، د امریکا د متحدو ایالتونو پاسپورټ د تیر کال په پرتله یو درجه شاته شوې او له لتوانیا سره په اتمه درجه کې ځای لري. امریکایي اتباع کولای شي د نړۍ ۱۸۴ هیوادونو او سیمو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

امریکا او انګلستان چې یو مهال یې پاسپورټونو په نړۍ کې لومړی مقام درلود، د ۲۰۱۴م کال راهیسې د هنلي د پاسپورټ په شاخص کې مخ په ځوړ روان دي.

همدا راز له ویزې پرته د سفر په جدول کې د امریکا متحده ایالتونه هم ټیټ ځای لري، ځکه یواځې د ۴۴ هیوادونو پاسپورت لرونکي کولای شي چې پرته له ویزې دغه هېواد ته سفر وکړي.

د پاسپورټ د اعتبار د ټاکلو لپاره، د هنلي پاسپورټ شاخص د "نړیوال هوایی ټرانسپورټ اتحادیې" لخوا د چمتو شويو معلوماتو پراساس، د هیوادونو درجه بندي کوي.