سلواکیا له روسیې سره د جګړې لپاره اوکراین ته ۹ نورې الوتکې ورکړې 

سلواکیا اوکراین ته د ۱۳ جنګي جټ الوتکې ورکړې

د سلواکیا د دفاع وزارت نن دوشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) اعلان وکړ چې اوکراین ته یې نهه نورې جټ الوتکې هم وسپارلې.

سلواکیا له اوکراین سره د پخواني شوروي اتحاد له وخت څخه د ورپاتې [MiG-29] ۱۳ جټ الوتکو د ورکولو ژمنه کړې وه، څلور یې مخکې ورکړې وې او پاتې نهه یې نن ورکړې چې له روسیې سره په جګړې کې ترې کار واخلي.

هغه څلور الوتکې پیلوټانو اوکراین ته انتقال کړې وې، خو د سلواکیا د دفاع وزارت وايي چې د امنیتي‌ اندېښنو له کبله یې پاتې نهه الوتکې «د پیچلیو لوژیستکي عملیاتو» په ترڅ کې د ځمکې له لارې اوکراین انتقال کړې دي.

د اوکراین د دفاع وزیر یاروسلاو ناد په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «موږ ښه کار کوو.»

د روان کال د مارچ په ۱۷ نېټه د سلواکیا حکومت هغه پلان تائید کړ چې د پخواني شوروي اتحاد له وخت څخه ورپاتې ټولې جنګي الوتکې به اوکراین ته ورکوي. په دې کار سره سلواکیا د ناټو دویم غړی هېواد شو چې د روسیې په مقابل جګړې کې اوکراین ته الوتکې ورکوي.

دا مطلب هم ولولئ

پولنډ اوکراین ته جنګي جټ الوتکې ورکړې 

سلواکیا په دوبي کې د پرزو د نشتوالي او د دغو الوتکو د ساتنې د تجاربو د کموالي له کبله دا الوتکې ودرولې. د ناټو دوو نورو غړيو هېوادونو، د چک جمهوریت او پولنډ چې د سلواکیا ګاونډیان دي، د دغه هېواد د هوايي حریم د څارنې لپاره ګام پورته کړ.

فرانس پرس اژانس وايي داسې ښکاري چې سلواکیا به شاوخوا یو کال کې نورې نوې الوتکې ترلاسه کړي. سلواکیا د امریکا [F-16 Block 70/72] ۱۴جنګي جټ الوتکو د پېرودلو تړون لاسلیک کړی،‌ خو د دغو الوتکو انتقال دوه کال نور هم وځنډول شو او لومړۍ الوتکه به د ۲۰۲۴ په لومړیو کې سلواکیا انتقال کړل شي.

متحدو ایالتونو سلواکیا ته د دغه هېواد د ۱۲ جټ الوتکو په بدل کې، چې اوکراین ته یې ورکړې، ۱۲ پوځي څرخي الوتکې ورکړې.

د یو ملیارد ډالرو د تړون په اساس،‌ سلواکیا به امریکا ته د [Bell AH-1Z] څرخي الوتکو د ترلاسه کولو لپاره ۳۴۰ میلیون ډالر ورکوي. د دغه یو میلیارد ډالر پاتې ۶۶۰ میلیون ډالر به د متحدو ایالتونو د بهرني پوځ مالي برخه ورکوي.