سلواکیا، اوکراین ته ۱۳روسي میګ-۲۹ جنګي جت الوتکې ډالۍ کوي 

د سلواکیا یوه میګ-۲۹ جنګي جت الوتکه

د سلواکیا صدراعظم د جمعې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۶) وویل چې سلواکیا به اوکراین ته ۱۳ میګ-۲۹ جنګي جت الوتکې ورکړي. سلواکیا د ناټو دوهم غړی شو چې د پولنډ وروسته د ورته اقدام اعلان کوي.

د سلواکیا صدراعظم ادوارد هیګر، خبریالانو ته وویل: «مونږ به خپلې ۱۳ MiG-29 جټ الوتکې اوکراین ته وسپارو.» هغه زیاته کړه چې براتیسلاوا به اوکراین ته د «کوب» هوايي دفاعي سیستم هم ورکړي.

اوکراین له اوږدې مودې راهیسې له لویدیځو متحدینو څخه د جنګي الوتکو د ورکولو غوښتنه کړې او غواړي چې په متحده ایالاتو کې جوړې شوې عصري F-16 جنګي جت الوتکې ترلاسه کړي.

د سلواکیا صدراعظم هیګر وویل، «زموږ ګامونه په بشپړه توګه له پولنډ او اوکراین سره همغږي دي." هغه زیاته کړه چې د هغه حکومت «د تاریخ په سم اړخ کې ولاړ دی».

کرملین د جمعې په ورځ په غبرګون کې وویل چې د پولنډ او سلواکیا لخوا اوکراین ته ورکړل شوې جنګي الوتکې به له منځه یوړل شي او دا یې تکرار کړه چې کیف ته د لویدیځ وسلې ورکول به د روسیې پوځي اهداف بدل نه کړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل: «د دې پوځي تجهیزاتو رسول - لکه څنګه چې موږ په وار وار ویلي دي - د ځانګړو پوځي عملیاتو پایله به بدله نه کړي ... البته، دا ټول تجهیزات به ویجاړ کړای شي.»

د پولنډ ولسمشر اندرزیج دودا د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې وارسا به په راتلونکو ورځو کې اوکراین ته په پخواني شوروي اتحاد کې جوړي شوې څلور MiG-29 جنګي جټ الوتکې واستوي.

د پولنډ ولسمشر د جنوري په ۱۱ اعلان کړی و چې چمتو دی د کیف د غوښتې پر اساس هغه هیواد ته لیوپارډ ټانکونه ورکړي. وارسا ویلي چې دغه ټانکونه د یو نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې نوموړي هیواد ته ورکوي.

د سلواکیا دفاع وزیر یاروسلاو ناد وویل چې له سلواکیا څخه کیف ته د میګ الوتکو لیږد به "یو څو اونۍ" وخت ونیسي.

د سلواکیا ددې الوتکو په ډله کې به ۱۰ فعالې MiG-29 جنګي الوتکې او درې نورې اضافي الوتکې شاملې وي چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې یې پروازونه ندي کړي.

سلواکیا یوه بله Mig-29 الوتکه هم لري چې په هیواد کې به یې په پوځي موزیم کې ځای پرځای کړي.

سلواکیا پلان لري چې ددغه روسي جت الوتکو تشه پر امریکايي اف-۱۶ جنګي جت الوتکو ؤډکه کړي او دا کار باید د ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ پورې ترسره شي.