چمپینز ټرافي؛ جنوبي افریقا افغانستان ته د ۳۱۶ منډو هدف وټاکه

د چمپینز ټرافي دا لوبه په کراچۍ کې کیږي.

د کرکټ په چمپینز ټرافي کې د جمعې په ورځ، فبروري ۲۱ (کب درېیمه) جنوبي افریقا د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۳۱۶ منډو هدف وټاکه.

دا د روان ټورنمنټ درېیمه لوبه ده او په کراچۍ کې کیږي.

جنوبي افریقا د پچې له ګټلو وروسته د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه وکړه او پرانیستونکي توپ وهونکي راین ریکلټن ۱۰۳ منډې وکړې. کپتان ټیمبا باووما، راسي واندر دوسن او ایډن مارکم هم هر یوه په خپل وار له پنځوسو زیاتې منډې وکړې.

د افغانستان محمد نبي په لسو اورونو کې جنوبي افریقا ته د یوازې ۵۱ منډو کولو فرصت ورکړ او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان توپ اچوونکو فضل حق فاروقي، عظمت الله عمرزي او نور احمد یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د روان جام په لومړۍ لوبه کې د چهارشنبې په ورځ نیوزیلنډ پاکستان ته ماتې ورکړه. دوهمه لوبه د پنجشنبې په ورځ هند له بنګله دېش څخه وګټله.