د لاس رسي وړ اتصالات

چمپینز ټرافي؛ نیوزیلنډ پاکستان ته ماتې ورکړه


کراچۍ کې د چمپینز ټرافي لومړنۍ لوبه نیوزیلنډ وګټله.
کراچۍ کې د چمپینز ټرافي لومړنۍ لوبه نیوزیلنډ وګټله.

د کرکټ د چمپینز ټرافي په لومړنۍ لوبه کې، د چهارشنبې په ورځ، فبروري ۱۹ (کب اوله) نیوزیلنډ کوربه پاکستان ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په کراچۍ کې ددې لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړۍ توپ اچونه یې غوره کړه. نیوزیلنډ په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د پنځو ویکټو په بایللو سره مقابل لوري ته د ۳۲۱ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۴۸ اورونو کې د ۲۶۰ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.

د نیوزیلنډ ویل ینګ او ټام لیتم دواړو له سلو زیاتې منډې وکړې.

د پاکستان لپاره ترټولو زیاتې ۶۹ منډې خوشدل شاه وکړې. پخواني کپتان بابر اعظم د ۶۴ او سلمان علي اغا د ۴۲ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

د نیوزیلنډ توپ اچوونکي میچل سنټنر او ویل اورورک د پاکستان درې درې لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان توپ اچوونکو نسیم شاه او حارث روف دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په دغه ټورنمنټ کې سبا د هند او بنګله دېش ترمنځ لوبه کیږي. دغه لوبه په دوبۍ کې کیږي ځکه چې هند پاکستان ته د لوبډلې له لیږلو ډډه کړې او خپلې ټولې لوبې په دوبۍ کې کوي.

په چمپینز ټرافي کې د افغانستان لومړنۍ لوبه د جمعې په ورځ د جنوبي افریقا سره ده. دا لوبه په کراچۍ کې کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG