ستانکزی: 'اسلامي امارت' دې نارینه او ښځو ته د تعلیم زمینه برابره کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، "اسلامي امارت" مسؤلیت لري چې نجونو او نارینوو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

.

ښاغلي ستانکزي نن یکشنبه جون ۱۹(غبرګولې ۲۹) په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې دا یو شرعي حق دی.

نوموړي زیاته کړه: "دا پر موږ لازمه ده چې د دې ملک هر فرد ته که هغه نر دی او که ښځه ده، د تعلیم زمینه براره کړو دا د دوی طبیعي حق دی، دا د دوی اسلامي او شرعي حق دی، علماء کرامو فتوا صادره کړې ده، علم پر نر او ښځه باندې فرض دی. موږ باید داسې یوه جامعه جوړه کړو چې د علم په زېور موزینه وي."

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې "اسلامي امارت" په افغانستان کې تعلیم او تربیې ته ژمن دی او په خبره یې په ټول هیواد کې به پوهنتونونه او ښوونځي د نارینوو او ښځو پر مخ پرانیستي وي.

هغه وویل هڅې روانې دې چې د ځینو تخنیکي ستونزو تر هواري وروسته په ټول هیواد کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

نوموړي تمه ښودلې چې اړوند وزارتونه دې په دې برخه کې خپله توجه زیاته کړي او لاره خلاصه کړي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت نهه میاشتې تیریږي، د نجونو لپاره د ښوونځيو د متوسطې او لېسې دروازې بندې دي او د طالبانو حکومت د خپلې ژمنې خلاف د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ د ورې میاشتې پر دریمه نېټه، یو ځل بیا اعلان وکړ چې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته صنفونه به تر بلې خبرتیا پورې بند وي.

د خلکو پر ملاتړ ټينګار

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همدارنګه د طالبانو له حکومت څخه د خلکو پر ملاتړ ټينګار وکړ او ویې ویل هغه نظامونه چې د خلکو ملاتړ یې له ځان سره نه لاره، ډېر ژر له منځه تللي دي.

هغه وویل: "د دي په خاطر چې زموږ نظام تلپاتې سي، باقي سي او په دومره قیمت منځته راغلی دی، موږ باید د خلکو ملاتړ له ځان سره ولرو."

ښاغلي ستانکزي وویل چې د طالبانو حکومت باید په کور دننه خلکو ته د کار زمینه برابره او د سوداګرۍ لارې خلاصې کړي، تر څو بهر ته له کډوالۍ څخه را وګرځول شي.

پداسې حال کې چې طالبان د نړیوال په رسمیت پیژندنې هڅې کوي، د متحده ایالاتو او لویدیځو هیوادونو په کډون نړیوالې ټولنه له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او لږکیو حقونو ته د درناوي په ګډون د ټولو افغانانو بشري او اساسي حقونو ته درناوی وکړي.