فراه کې د کوزڼ په اړه د عامه پوهاوي کموالي د پولیو ضد کمپاین ټکنی کړی

عکس له آرشیف څخه اخیستل شوی

د فراه یو شمېر واکسیناتوران وایي په لېرې پرتو سیمو کې د پولیو ضد واکسین د ګټو په تړاو د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی د یادې ناروغۍ په وړاندې د مبارزې بهیر ټکنی کړی.

سید احمد چې له څلور کلونو راهیسې په فراه کې د واکسیناتور په توګه کار کوي، په دې هکله امریکا غږ ته وویل: " د فراه په ولسوالیو کې ډیری داسې کورنۍ شته چې د ګوزڼ د ناروغۍ د ګواښونو او د واکسین د ګټو په تړاو اړین معلومات نلري."

د نوموړي په وینا، د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی د دې لامل شوی چې خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین له ورکولو ډډه وکړي، او پدې توګه هغوی د تل پاتې معلولیت په رنځ اخته کیږي.

بل لوري ته په فراه کې د طالبانو د حکومت روغتیایي مسئولین هم د عامه پوهاوي د کچې د ټیټوالي ستونزه مني، او د حل لپاره ېې د هراړخیز کار او اړینو هڅو ډاډ ورکوي.

د فراه د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر، واحد خان وحیدي وایي چې د اړتیا سره سم ېې د ګوزڼ ناروغۍ د ګواښونو او د واکسین د ګټو په تړاو بیلابیلو قشرونو ته روزنه ورکړې.

ښاغلي وحیدي امریکا غږ ته وویل: " موږ د دیني عالمانو او ښوونکو لپاره په بکوا، خاک سفید، ګلستان او بالابلوک ولسوالیو کې چې د پولیو د لوړ ګواښ سره مخ دي، جلا جلا د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي."

د ښاغلي وحیدي په وینا په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د فراه ولایت د نورو ولسوالیو دیني عالمانو، ښوونکو‌ او میرمنو هم ګډون ‌کړی ؤ.

نوموړي زیاته کړه، د ګوزڼ په تړاو د عامه پوهاوي په برخه کی د روزل شویو کسانو اغیز د تمې خلاف لږ و، او همدا لامل دی چې لا هم ګڼ شمېر کورنۍ د یادې ناروغۍ په هکله اړین معلومات نلري.

د فراه یو شمېر اوسیدونکي‌ بیا دغه ستونزه یواځې په روزل شویو کسانو پورې تړلې نه بولي او د ځینو نورو لاملونو یادونه هم کوي.

د بالابلوک ولسوالۍ اوسیدونکي عبدالمالک ځلاند امریکا غږ ته وویل: " په بالابلوک کې هراړخیز کمپاین ندی شوی او د کور په کور واکسین په ځای، محدودو روغتیایي مرکزونو کې ماشومان واکسین شوي، چې د ټولو ماشومانو لپاره ېې بسیاینه نده کړې."

روغتیا پالان د پولیو پر وړاندې د بریالۍ مبارزې لپاره د عامه پوهاوي او روزنیزو پروګرامونو ترسره کول اړین بولي.