د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: د کرکټ څه باندې ۲۰۰زره لوبغاړي په امریکا کې لوبېږي‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ریچارد ورما

د مدیریت او سرچېنو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ریچارډ راهول ورما د چهارشنبې په ورځ جون ۱۲ (جوزا۲۳) د نړیوال شل اوریز جام په مناسبت یوې غونډې کې وویل چې په دغه هېواد کې د کرکټ زرګونه لوبغاړي لوبېږي او د کرکټ سلګونه لیګونه شته.

نوموړي د متحدو ایالتونو د کرکټ بورډ د معلوماتو په اساس وویل چې په امریکا کې څه باندې ۲۰۰زره لوبغاوي په ۴۰۰ لیګونو کې لوبېږي.

ورما د امریکا د دپلوماسۍ په ملي موزیم کې په جوړې شوې غونډې کې وویل چې د امریکا له لوري د کرکټ د نړیوال جام کوربتوب په دې مانا دی چې دغه هېواد کې د کرکټ منل پیل شوي‌ دي.

هغه وویل: «له پایلو وراخوا، دا ټورنمنټ د کرکټ لپاره یو بری دی... د کرکټ د هر مینه وال لپاره،‌ چې غواړي په امریکا کې کرکټ پرمختګ وکړي، بری دی.»

نوموړي‌ وویل چې ۱۰ یا ۱۵ کاله مخکې دا تصور نه کېده چې امریکا به د نړیوال جام کوربتوب وکړي چې په خبره یې اوس د کرکټ عمده لیګ په کې په غوړېدو دی.

په متحدو ایالتونو کې د«کرکټ میجرلیګ» تېرکال پيل شو چې لسګونه زره ډالر په کې پانګونه وشوه او د امریکا د داخلي لوبغاړو په ګډون لسګونه بهرنیو لوبغاړو په کې برخه واخیسته.

ورما په غونډې کې خبرې کوي

دا غونډه داسې مهال کېږي چې د امریکا د کرکټ ملي لوبډلې په روان نړیوال جام کې د پاکستان او کاناډا لوبډلو ته ماتې ورکړې او له هند سره یې ښه سیالي ‌وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل: «د بهرنیو چارو په وزارت کې زموږ د دپلوماسۍ ورزشي ټیم په ځینو چارو بوخت دي چې امریکا د نړۍ له پاتې برخه سره په ښه شکل ونښلوي.»

په متحدو ایالتونو کې په دې وروستیو کلونو کې کرکټ پام وړ پرمختګ کړی او د کرکټ مینه وال په دې باور دي چې ممکن په راتلونکو کلونو کې دا لوبه په دې هېواد کې ډېر وغوړېږي.

د امریکا د ویرجینیا په ایالت کې د «ټرو واریریز»‌‌‌ په نوم د یوې لوبډلې مشر خسرو حبیبي، چې دې غونډې ته بلل شوی و، امریکا غږ ته وویل: «په متحدو ایالتونو کې د کرکټ د لوبو کوربتوب کول په امریکا کې په کرکټ او د کرکټ په اینده باندې مثبت اغیز لري.»

نوموړي‌ په متحدو ایالتونو کې د کرکټ لیګونو ته په اشارې وویل: «دا ډول ټورنمنټونه یوازې دا نه چې د کرکټ په غوړېدو کې مهم رول لري بلکې د لوبغاړو لپاره هم کاري زمینې برابروي او په راتلونکو ۱۰ ۱۵ کالونو کې به دا هېواد د لوبغاړو لپاره غوره ځای وي.»

په دغې غونډې کې د افغانستان، هند، پاکستان، بنګله دېش او ځینو نورو هېوادونو لوبغاړو او مسئولینو په استازیتوب برخه اخیستې وه.

په امریکا کې د واشنګټن د کرکټ لیګ او افغان کرکټ کلب مشر نایل میاخېل، چې په دې غونډې کې یې برخه اخیستې وه، امریکا غږ ته وویل چې امریکا کرکټ ته ارزښت ورکوي‌ او د بهرنیو چارو په وزارت کې یې په اړه غونډه جوړوي. هغه وویل: «دا ډول غونډې په امریکا کې د کرکټ د غوړېدو لپاره مهمې دي او د واشنګټن کرکټ لیګ او افغان لوبغاړي‌به یې په ویاړ سره په دې برخه کې خپله ونډه واخلي.»

د امریکا د متحدو ایالتونو د کرکټ لوبډله د کرکټ د نړیوالې شورا دویم درجه غړې ده، خو په خپلو ښو لوبو سره یې د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.