متحدو ایالتونو خپلو اتباعو ته د امنیت په اړه خبرداری ورکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷مه) د نړۍ په لر او بر کې امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې داسې احتمال شته چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له امله چې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د مخ په زیاتیدونکي کړکیچ لامل شوی دی، د امریکایانو پر ضد د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شي.

پدغه امنیتي خبرداری کې د کومې ځانګړې پېښې یادونه نه ده شوې، خو په اسرائیلو د حماس د بریدونو په ترڅ کې چې ۱۴۰۰ تنه ووژل شول او پر غزې د اسرائیلو هوايي بریدونو چې تر اوسه یې له ۳۸۰۰تنو څخه زیات فلسطینیان وژلي، په ګڼو اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې د اسرائیلو پر ضد د قهرجنو مظاهرو او لاریونو د راوتلو لامل شوی دی.

په غزې کې د الاهلي روغتون کې له یوې چاودنې وروسته چې شاوخوا ۵۰۰ کسان پکې ووژل شول، په لویدیځه غاړه، ایران، اردن، لبنان، تونس او د منځني ختیځ په یو شمېر نورو هېوادونو کې د دغې خونړۍ پېښې د غندلو له امله لاریونونه وشول.

فلسطینیان وايي، چې اسرائیلي ځواکونو دغه روغتون په راکټي بریدونو سره په نښه کړی، خو اسرائیلي چارواکو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې په غزه کې میشت د اسلامي جهاد ډلې ناکام برید د دې پېښې لامل شوی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن هم د چهارشنبې په ورځ، د اسرائیلو له صدراعظم سره په کتنه کې وویل چې د غزې په روغتون کې چاودنه د بلې ډلې کار و، نه د اسرائیلو.

بلخوا د لبنان امنیتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ په بیروت کې د امریکا سفارت ته څېرمه د لاریون کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهونکي ګاز څخه واخیست.

په ورته وخت کې د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، چې په امریکا کې دننه د یهودانو، مسلمانانو او عربانو پر وړاندې ګواښونه زیات شوي، کوم چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ جګړې او پر غزې تړانګې د بریدونو سره تړاو لري.

درې ورځې وړاندې د حماس او اسرائیلو تر منځ د جګړې له امله، د جوزف چوبا په نوم ۷۱ کلن امریکايي،‌ د ایلینوی په ایالت کې یو شپږ کلن فلسطینی ماشوم د چړو په ګوزارونو وواژه او د هغه مور یې سخته ټپي کړه.

جو بایډن دا یو "ټکان ورکوونکې او غمجنه پېښه" بللې ده او ویلي‌ دي چې دغه کورنۍ امریکا ته د "ژوند، تعلیم او په ازادې فضا کې د عبادت لپاره" راغلې وه.

هغه وویل چې "دا وحشیانه عمل په امریکا کې هېڅ ځای نلري او زموږ د اساسي ارزښتونو په خلاف" دی.

ولسمشر بایډن زیاته کړه، چې له"اسلام څخه ډار، تبعیض او نفرت" په متحدو ایالتونو کې ځای نلري.