د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو فلسطینی ماشوم وژل شوی؛ بایډن دا پېښه په کلکه غندلې ده


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د ایلینوی په ایالت کې د یو امریکایي له لوري د یو فلسطیني مسلمان ماشوم له وژل کېدو وروسته، ولسمشر جو بایډن ویلي‌ دي چې له «اسلام څخه ډار، تبعیض او نفرت» په متحدو ایالتونو کې ځای نلري.

پولیس وايي چې دغه ۷۱ کلن امریکایي د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې له کبله دا فلسطیني ماشوم وژلی او مور یې شدیده زخمي کړې ده.

جو بایډن دا یوه «ټکان ورکوونکې او غمژنه پېښه» بللې ده او ویلي‌ دي چې دغه کورنۍ امریکا ته د «ژوند، تعلیم او په ازادې فضا کې د عبادت لپاره» راغلې وه.

هغه وویل چې «دا وحشیانه عمل په امریکا کې هېڅ ځای نلري او زموږ د اساسي ارزښتونو په خلاف» دی.

هغه د وژل شوي ماشوم کورنۍ، ټول فلسطینیانو، عربانو او امریکایي مسلمانانو ته له دې کبله تسلیت ووایه.

د شیکاګو پولیسو ویلي دي چې‌ په دغه ماشوم او مور یې ځکه برید شوی چې مسلمانان وو.

بریدکوونکی په قتل، د قتل په هڅې او ځینو تورونو تورن شوی دی. د عدلي طب د معلوماتو په اساس د دغه شپږ کلن ماشوم په بدن کې د چاقو د برید له کبله لس زخمونه لیدل کېږي.

د ماشوم مور د عاجلو مرستو له څانګې سره د تماس په مهال ویلي وو چې بریدګر یې د کور مالک و.

چارواکو د ماشوم او مور نومونه نه دي خپاره کړي. خو د دغه ماشوم تره یوسف هانون د امریکا د اسلامي اړیکو د شورا په یوې غونډې کې د دغه ماشوم نوم وادي الفیوم وښود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG