سټولټنبرګ: اوکراین سره د مرستو د همغږۍ لپاره د ناټو قومانداني تر سپتمبر فعالیږي

په بریتانیا کې د ناټو سازمان سیاسي غونډه

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي دي چې له اوکراین سره د پوځي مرستو د همغږۍ لپاره د ناټو قومانداني به د روان کال تر سپټمبر میاشتې پورې فعاله شي.

سټولټنبرګ چې په بریتانیا کې یې د اروپا د سیاسي مجمعې په غونډه کې ګډون کړی، د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۸ (سرطان ۲۸) وویل چې د نوې قوماندانۍ مرکزي دفتر به په جرمني کې وي او د ناټو یو ډګرجنرال به ددې قوماندانۍ د شاوخوا ۷۰۰ کارکوونکو د ادارې مشري کوي.

د روانې میاشتې په پیل کې په متحده ایالاتو کې په یوه غونډه کې، د ناټو مشرانو د اوکراین لپاره د مرستو د ښه همغږۍ هڅې پیل کړې ترڅو د کیف لپاره چې له روسیې سره په جګړه کې ښکیل دی، دا مرستې تر ډیر د وړاندوینې وړ شي.

سټولټنبرګ دا خبره د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سربېره د شاوخوا پنځوسو اروپايي هېوادونو د مشرانو په حضور کې وکړه.

په همدې حال کې د اوکراین پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې تېره شپه یې د اوکرایین په بېلابېلو سیمو کې ۱۶ بې پیلوټه الوتکې او دوه روسي لارښود توغندي ویشتلي او شنډ کړي دي.

د اوکراين د دنيپروپيتروفسک سيمې والي د ټيليګرام پخ یو پيغام کې ليکلي، چې د روسيې بريدونو دوه تنه ټپيان کړي او د استوګنې ۱۴ ودانيو ته يې زيان اړولی دی.

په کیف کې چارواکو هم ویلي چې د روسیې له بریدونو وروسته په کیف ښار کې د خطر زنګونه وغږول شول او د اوکراین دفاعي ځواکونو د کیف هوايي حریم ته له رسیدو مخکې د روسیې ډرون مخه ونیوله او هغه له منځه یووړل.

له بلې خوا، د روسیې دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین د ځواکونو ۳۳ بې پیلوټه الوتکې او ۱۰ سمندري بې پیلوټه الوتکې چې اکثر یې د کریمیا په لور توغول شوې وې، کشف او له منځه وړي دي.

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف د چهارشنبې په ورځ وویل چې شاوخوا ۵۰۰ زره روسي پوځیانو اوکراین محاصره کړی دی او د هغه په وینا په پام کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې له ۲۰۰ زرو څخه تر ۳۰۰ زرو پورې نور پوځیان هم په دې شمیر ورزیات شي.

عمروف د امریکا د کولوراډو ایالت په اسپن ښار کې په یوه غونډه کې ادعا وکړه چې د اوکراین او روسیې تر منځ له ۲۸ میاشتو راهیسې په جګړه کې تر ۵۵۰ زرو ډېر روسي پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي او د ده په وینا روسیه اوس په شدت سره د افریقایي اجیرو جنګیالیو په ګډون په اجیرو جنګیالیو تکیه کړې ده.

خو بیا هم تر اوسه پورې اوکراین او روسیې په رسمي توګه په جګړه کې د خپلو تلفاتو دقیق احصایې نه دي اعلان کړي.