د لوڅو فلمونو ستورې ټرمپ ته: "توپان در روان دی"

د امریکا د لوڅو فلمونو کارکوونکې سټورمي ډانیلز د ټوکو په یو مشهور پروګرام چې 'د شنبې شپه' نومیږي، ولسمشر دونالډ ټرمپ ته یو خاص پیغام ورسوه او وویل: "توپان در روان دی".

د لوڅو فلمونو دغه ستورې ادعا کوي چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره یې په ٢٠٠٦ کال کې جنسي اړیکې لرلې او هغې ته ۱۳۰۰۰۰ ډالر ورکړل شوي چې دغه راز پټ وساتي.

ډانلیز چې اصل نوم یې سټیفني کلفورډ دی، غواړي چې د راز پټ ساتلو د موافقې نه ووځي. هغې د ټرمپ په وکیل مایکل کوهن هم دعوه کړې چې هغه یې بدنامه کړیده. ټرمپ دغه تورونه ردوي او وایي چې هغې ته د پیسو ورکولو د مسلې نه هم ناخبره دی.