کابل ښار کې ځانمرګي برید شپږ تنه وژلي او ۱۳ټپیان دي

د ننني ځانمرګي برید سیمه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي یو ځانمرګي نن سه شنبه سهار (فبروري۱۱) د کابل په ښار کې ۱۹ کسان ووژل او ژوبل کړل.

برید د ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د "مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون" مخې ته شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي په برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۳نور ټپیان دي.

دی وایي چې په وژل شویو کې څلور امنیتي سرتېري او دوه ملیکان او په ټپیانو کې اته ملیکان او پنځه امنیتي سرتېري شامل دي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا په یوې اعلامیې کې ویلي چې په برید کې د افغانستان د ملي اردو څلور سرتیري او یو ملکي وژل شوي او پنځه امنیتي سرتیري او یو ملکي ټپیان شوي دي.

په دې وروستیو میاشتو کې د کابل په ښار کې د نسبي ارامتیا وروسته دا لومړنی ځانمرګی برید دی چې ملکیان او پوځيان وژني او ژوبلوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي برید طالبانو کړی دی، خو تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت چا نه دی اخیستی.

دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د پېښې په ځای کې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر یې هم کشف او خنثی کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او اروپايي ټولنې دغه ځانمرګی برید غندلی دی.