د لاس رسي وړ اتصالات

څرخي پله زندان دروازه کې ځانمرګي برید ۶ تنه وژلي


ځانمرګي د زندان کارکوونکي په نښه کړي دي
ځانمرګي د زندان کارکوونکي په نښه کړي دي

د کابل امنیه قومندانۍ وایي، چې نن سهار اوه نیمې بجې د کابل په دولسمه ناحیه څرخي پله زندان قراول ته نیږدې ځانمرګی برید شوی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې دغه برید د څرخي پله زندان د ملکي کارکونکو په پلنکوچ ډوله موټر باندې شوی چې په پایله کې یې ۶ تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

ښاغلي مجاهد د دغه برید په اړه وویل"په دغه برید کې ۶ تنه د پولیسو د دریو منسوبینو په ګډون وژل شوي او اته تنه نور د پولیسو د څلورو منسوبینو، درې ماشومانو او یو د پاخه عمر سړي په ګډون ټپیان دي"

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وايي، چې په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

دوه ورځې وړاندې هم د کابل په ختیځ هودخیلو سیمه کې د انتخاباتو کمیسیون د کارکونکو پر موټر د داعش ډلې ځانمرګي برید کې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG