په اتریش کې چارواکي وایي هغه بریدګر، چې په چاقو یې یو ۱۴ هلک وواژه او پنځه نور لارویان یې ژوبل کړل، ممکن د اسلامي دولت (داعش) سره اړیکه ولري او په یوازې ځان یې دا کار کړی دی.
دا پېښه تېره ورځ د اتریش د ویلاچ په ښار کې وشوه. بریدګر ۲۳ کلن سوریایي ښودل شوی دی. ویل کېږي چې د دوو زخمیانو حالت ښه نه دی.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرهارډ کارنر نن یکشنبه فبرورۍ ۱۶ (سلواغه۲۸) خبریالانو ته وویل، چې بریدګر د انټرنټ له لارې افراطي شوی و.
هغه وویل: «دا له داعش سره د یو تړلي بریدګر، چې په کمه موده کې یې ځان د انټرنټ له لارې افراطي کړی و، اسلامپاله برید دی.»
له دغه برید وروسته په اتریش کې د کډوالو په مسئلې باندې بحثونه پيل شوي دي. د کورنیو چارو وزیر کارنیر وویل، ضروري دي چې د کډوالو په اړه امنیتي تحقیقات او پلټنې وشي، ځکه چې د هغه په خبره «بریدګر مشخص» نه و.
د اتریش د ښي اړخه ګوند مشر هربرټ کیکل، چې څلور میاشتې مخکې یې عمومي انتخابات وګټل، له برید وروسته یې د پناه غوښتونکو په اړه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده
خو د دغه ایالت والي پیټر کایسر یو بل سوریايي کډوال وستایه، چې په بریدګر یې خپل موټر وروستی او د حالاتو د لا خرابېدو مخه یې نیولې ده. دغه سوریایي د غذايي موادو له یو شرکت سره کار کوي.
هغه وویل دا برید ښکاره کوي چې څنګه «ترهګریز شر او بشري خیر» په یو وخت او یو ملت کې څرګندېدای شي.
پولیس وايي چې د بریدګر کور یې پلټلی او په اپارتمان کې یې د داعش ډلې بیرغ موندلی دی. پولیس وایي چې کومه وسله او بله خطرناکه وسیله یې نه ده ترلاسه کړې او د بریدګر تیلیفون یې هم ضبط کړی دی.
په همدې حال کې، سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړی دی، چې په برید کې د ۱۴ کلن وژل شوي هلک، عزیزان د برید په ځای کې راټول شوي وو او د هغه یاد یې تازه کړ.
د پولیسو په لومړنیو تحقیقاتو کې ښودل شوې چې بریګر هیڅ جرمي سابقه نه درلوده او په اتریش کې یې د پاتې کیدو قانوني اسناد هم درلودل.