سویډن د قران سوځوونکي د کرکې په پارولو تورن کړي

د سلوان مومیکا په نوم مسیحي عراقی او د هغه ملګری سلوان نجم په اعتراضي غونډو کې د قران د نسخو سوځولو له کبله د "یوې توکمیزې ډلې په خلاف د کرکې په پارولو" تورن شوي دي.

په سویډن کې څارنوالانو چهارشنبې اګست ۲۸ (وږي اوومه) دوه کسان د قران کریم د نسخو د سوځولو له کبله د توکمیزې کرکې په پارولو تورن کړل.

په ۲۰۲۳ کې د اعتراض په توګه د قران د سوځولو پېښو په اسلامي هېوادونو کې د خلکو قهر او پراخې مظاهرې پارولې وې.

د سلوان مومیکا په نوم مسیحي عراقی او د هغه ملګری سلوان نجم چې د ۲۰۲۳ په اوړي کې یې په څو اعتراضي غونډو کې د قران نسخې سوځولې وې، د "یوې توکمیزې ډلې په خلاف د کرکې په پارولو" تورن شوي دي.

د سویډن لوړپوړي څارنوالې انا هانکیو په یو بیان کې وویل: "دواړه سړي پدې محاکمه شوي چې څلور ځله یې بیانونه ورکړي او د قران سره یې داسې چلند کړی چې هدف یې مسلمانانو ته د هغوی د عقیدې له امله سپکاوی و."

د دواړو تورنو کسانو په خلاف محکمې ته د وړاندې شوې قضیې د اسنادو له مخې، دوی د سویډن د پایتختت سټاکهولم د عمومي جومات مخې ته او په نور ځایونو کې قران کریم سوځولی او د مسلمانانو په اړه یې له سپکاوي ډکې څرګندونې کړي دي.

څارنوالې زیاته کړه: "زما په اند، ددغو سړیو څرګندونې او کړنې د یوې توکمیزې یا قومي ډلې په خلاف د پارونې په احکامو کې راځي او دا مهمه ده چې دا قضیه په محکمه کې وڅارل شي."

دا مطلب هم ولولئ سویډن کې مظاهره کوونکو بیا د قران یوه نسخه وسوځوله

په سویډن کې د قران کریم د سوځولو له پېښو وروسته د دغه هېواد او منځني ختیځ د څو هیوادونو تر منځ اړیکې خړې پړې شوې دي.

عراقي لاریون کوونکو د ۲۰۲۳ کال په جولای کې دوه ځله په پایتخت بغداد کې د سویډن پر سفارت برید وکړ، چې په دوهم ځل یې د سفارت ودانۍ ته اور ورته کړ.

د تېر کال په اګست کې د سویډن استخباراتي ادارې ساپو د قران کریم د سوځولو له اعتراض وروسته د خپل ګواښ کچه په پنځو کې څلورو ته لوړه کړه او پر سویډن کې یې د ممکنه بریدونو خبرداری ورکړ.

د سویډن حکومت دغه سپکاوی په داسې حال کې غندلی چې د دغه هېواد په اساسي قانون کې د بیان ازادي او د خلکو د راټولېدو حقونه خوندي شوي دي.

د دې میاشتې په پیل کې، څارنوالانو سویډنی-ډنمارکی ښي اړخی فعال راسموس پالودان په ورته جرم تورن کړ. نوموړي په ۲۰۲۲کې د سویډن په مالمو ښار کې د لاریون په ترڅ کې د قران یوه نسخه سوځولې وه.

د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې هم د سویډن یوې محکمې په لومړي ځل یو تن په ۲۰۲۰ کې د قران د نسخې د سوځولو له کبله د توکمیز کرکې په پارولو محکوم کړ.

څارنوالانو مخکې ویلي وو چې د سویډن د قانون له مخې، د اعتراض په توګه د قران سوځول په دغه کتاب او عقیدې باندې انتقاد بلل کیږي او په دې توګه دا کار د بیان د ازادۍ د اصولو له مخې خوندي دی.

خو د اعتراض د طرز او بیانونو د څرنګوالي له مخې دا کار د "یوې توکمیزې ډلې په خلاف پارونه" هم ګڼل کیدی شي.