تادامیچي: نړیوال متحدین دی د افغانستان په انتخاباتو کې خپل نقش ولوبوي

په افغانستان کې د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په یوې وینا کې وویل نړیوال باید د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي تادامیچي خپله وینا په افغانستان کې د تیر کال د اوربند نه وروسته په رامنځ شوو هیلو شروع کړه او ویې ویل چې افغانانو شپږ اونۍ مخکې د سولې لپاره جرگه جوړه کړه او د ملک په مختلفو سیمو کې د سولې لپاره لاریونونه کیږي.

هغه وویل: "په افغانستان کې یو کال مخکې د اختر په مهال د دریو ورځو اوربند افغانانو ته په سوله کې د ژوند څیره وښودله خو بیا د تیرو دولسو میاشتو جگړو ورته د سولې په وړاندې مشکلات هم په گوته کړل. له بده مرغه سږ کال په اختر کې اوربند ونه شو خو د تیر کال اوربند چې کوم اساس ایښی دی، هغه لا ورک نه دی."

تادامیچي وویل د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې به وشي، دیموکراسۍ د افغانانو ته ژمنتیا څرگندوي.

هغه په نړیوالو متحدینو ټینگار وکړ چې په افغانستان کې په وخت او رڼو ټاکنو په ترسره کیدو کې خپل رول ولوبوي.

تادامچي په ټولو خواوو ټینگار وکړ چې د افغانستان د انتخاباتو په وړاندې دې مسؤلانه چلند وکړي ځکه د هغه په قول افغانستان د انتخاباتو نه وروسته بحران نشي زغملی. هغه وویل چې شفاف او پر وخت انتخابات به د سولې د پروسې سره مرسته وکړي.

ښاغلي تادامیچي د سولې د پروسې په اړه وویل: "د افغانانو او د نړیوالو ذهنونه د مذاکراتو د لارې یوې موافقې ته تیار دي. دا موقع باید د لاسه ور نکړل شي. د امریکا او طالبانو خبرې د نړیوالو په ملاتړ دوام لري. افغانستان او متحدین یې یعني قط‏ر او جرمني د بین الافغاني خبرو لپاره کار کوي."

تادامچي زیاته کړه، هغه د نړیوالو نه مننه کوي چې په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي. نوموړي وویل هغه ملکونه چې په طالبانو نفوذ لري، باید د سولې د پروسې د گړندي کولو لپاره اقدامات وکړي.

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفیرې عادلې راز په دغه موخه د تادامچي نه مننه وکړه او دا یادونه یې وکړه چې افغانستان ډیر حساس پړاو کې دی.

هغې وویل د افغان حکومت پدې باور لري چې د سولې په خبرو کې به ټول افغانان برخه ولري. میرمن راز زیاته کړه له بده مرغه طالبانو تر اوسه پورې سولې ته خپله ژمنتیا نده ښودلې او ویې ویل چې د روژې په میاشت کې د بیگناه ملکیانو وژنې دوام وکړ.

عادلې راز د نړیوالنې ټولنې نه د افغانستان سره د ملاتړ د دوام له امله مننه وکړه.