پاکستان کې د یو پښتون پولیس افسر وژنې سخت غبرګونونه پارولي

په پاکستان کې د یو پښتون پولیس افسر طاهر داوړ چې د اکتوبر په ٢٧ مه له اسلام اباد څخه برمته شوی و او پرون د سې شنبې په ورځ یې مړی وموندل شو، وژنې سخت غبرګونونه پارولي دي.

د طاهر داوړ د وژنې نه وروسته په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو په غبرګونونو ښوونکو کې د حقونو د فعالانو ترڅنګ د دغه ملک ځینې سیاستمداران او خبریالان هم شامل دي.

د پاکستان پر حکومت له دې کبله نیوکې شوي دي چې د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي د طاهر داوړ د وژنې مسله "حساسه مسله" بللې وه او د تبصرې نه یې پرې ډډه کوله.

د پولیس افسر داوړ د لادرکه کېدو نه وروسته د پښتون تحفظ تحریک مشرانو د حکومت نه غوښتې و چې د هغه د موندلو لپاره دې کوښښونه وکړي خو د پاکستان حکومت په دې اړه هېڅ تبصره نه وه کړې.

د وزیرستان نه د پارلمان غړي او د پښتون تحریک یو مخکښ غړي علي وزیر پر خپل ټویټر ولیکل:

"موږ خواشیني یو چې ستا ژوند یو و نه ژغورل شو، خو ستا سره لوظ کوو چې ستا قاتلان به نړۍ ته په ډاګه کړل شي."

طاهر داوړ چې د وزیرستان سره یې تعلق درلود، څو ځله پخوا پرې هم حملې شوي وې، په ٢٠٠٨ کال کې په هغه په بنو کې یوه ځانمرګی برید شوی و.

په پاکستان کې د بشري حقونو فعال جبران ناصر په خپل ټویټر د پولیس افسر طاهر داوړ د لادرکه کېدو په اړه د وزیرستان نه د پارلمان د غړي محسن داوړ وینا شریکه کړه او وې لیکل:

"حکومت او پولیس د طاهر داوړ د لادرکۍ په اړه بېخې ناخبره و، د محسن داوړ دا پوښتنه ډېره پر ځای ده چې د طاهر داوړ وژنه نورو پولیسو ته کوم ډول پیغام ورکوي."

ښاغلي ناصر وویل چې موږ په داسې کولو سره د خپلو پولیسو مورال ته تاوان رسوو.

د پاکستان پخواني سناتور افراسیاب خټک د پاکستان په حکومت نیوکې کړي دي او په خپل ټویټر یې پوښتنه کړی چې هغه څنګه د اسلام اباد نه برمته کړل شو.

د طاهر داوړ د وژل کېدو نه وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي وویل چې ځینې کسان دا خبرونه خپروي چې هغه په افغانستان کې وژل شوی دی، خو دا ټول خبرونه بی بنیاده دي.

هغه مطبوعاتي غونډې ته وویل چې په دی هکله ورته هېڅ شواهد نه دي ترلاسه شوي او د افغانستان د حکومت سره په تماس کې دی.

د پاکستان حکومت وایي چې د طاهر داوړ د قتل په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.