تاجکستان د افغانانو په مرسته د کرکټ تجارتي لیګ پیلوي

تاجکستان هیله لري چې د افغانستان په مرسته په دغه هېواد کې کرکټ ته وده ورکړي

د افغانستان سره په ګاونډ کې پروت تاجکستان په لومړي ځل د کرکټ یوه تجارتي ‌لیګ پیلوي.

تاجکستان چې د کرکټ ډېر تاریخ نلري، پلان لري چې په لومړي ځل د ۱۰اورونو یو تجارتي لیګ پیل کړي.

د تاجکستان د کرکټ جنرال سکرتر د افغانستان د کرکټ د ملي‌ لوبډلې پخوانی لوبغاړی اسدالله خان دی.

نوموړي امریکا غږ ته وویل چې دا لیګ به د جولاۍ په یولسمه پیلیږي او په ۲۲ نېټه ختمیږي. د دغه لیګ هدف دا دی چې په تاجکستان کې کرکټ لا وده وکړي.

اسدالله خان وویل: "په تاجکستان کې له څو کلونو راهېسې کرکټ پیل شوی دی. موږ هڅه کوو چې په دغه لیګ کې ډېر بهرني ‌لوبغاړي ولوبیږي چې کرکټ لا مشهور شي. ډېره هڅه به کوو چې د افغانستان څخه ډېرو لوبغاړو او په خاص ډول ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي. افغانستان او تاجکستان ګاونډیان دي، افغانستان په کرکټ کې قوي لوبډله لري او له تاجکستان سره ډېره مرسته کولی شي."

نوموړي وویل چې د لوبغاړو تر څنګ به ځینې افغان لوبڅارانو او امپایرانو ته هم په دغه لیګ کې د ګډون چانس ورکړل شي.

افغانستان تر دې مخکې هم له تاجکستان سره په کرکټ کې مرسته کړې وه

هغه وايي: "زموږ یو هدف دا دی چې د افغانستان لوبغاړو، لوبڅارانو او امپایرانو ته د مسلکي‌ روزنې او تجربې د ترلاسه کولو تر څنګ، ځینې اقتصادي ګټه هم ورسیږي. افغانستان په کرکټ‌کې ښه دی او باید د تاجکستان لاس ونیسي."

اسدالله خان وايي چې د افغانستان د کرکټ‌ بورډ سره یې لا په دې اړه رسمي‌خبرې نه دي‌کړي خو هیله لري چې ژر یې پیل کړي‌ او افغانستان په دغه برخه کې مرسته وکړي.

په دغه لیګ کې به شپږ لوبډلې لوبیږي، د لیګ ټولې لوبې به د تاجکستان یوه سپورټي چاینل ژوندۍ خپروي چې په یوټیوب به هم ښودل کیږي.

دا لیګ د کرکټ ‌د نړیوالې شورا سره رسمیات نلري او په همدې هدف پیل شوی چې د کرکټ نړیوالې شورا ته وښيي تاجکستان د کرکټ‌ ظرفیت لري.

د تاجکستان کرکټ‌بورډ د کرکټ د آسیا د شورا غړی دی او اوس یې هلې ځلې پیل کړي دي‌ چې د کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب هم ترلاسه کړي.

څو کاله مخکې د افغانستان د کرکټ د ښځو ملي لوبډله تاجکستان ته تللې وه او له کوربه هېواد سره یې درې لوبې وکړې او ۳-۰ یې وګټلې.