په ننګرهار ولایت کې دوه ځانمرګي نیول شوي

ننګرهار کې نیول شوي داعش او طالب ځانمرګي

چارواکي وايي، دغه دواړه بریدګر د چاودېدونکو توکو ډکو واسکټونو سره یو ځای نیول شوي چې یو یې د داعش او بل د طالبانو په ډلې پورې تړلی دی.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل نن دوشنبه نومبر ۳۰ (لېندۍ لسمه) له غرمې وروسته خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې یو عبد الله نومېږي چې د طالبانو ډلې د برید لپاره چمتو کړی و او بل ظهیر الله دی چې داعش ډلې د ځانمرګي برید لپاره چمتو کړی و.

دغه دواړه نیول شوي کسان رسنیو ته هم وښودل شول، خو والي ونه ویل چې نیول شویو کسانو په کوم ځای کې د برید نیت درلود.

تر اوسه طالبانو یا داعش ډلې په دغه تړاو څه نه دي ویلي.