د بخښنې نړیوال سازمان ته د طالبانو غبرګون: کابل کې امنیتي کمرې د ضرورت له مخې لګول شوي

سره لدې چې د بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي د کابل په ښار کې د زرګونو کمرو لګول د افغانانو د اساسي حقونو څخه سرغړاونه ده خو طالبان وایي چې دا کار یې د ضرورت له مخې کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع جمعه سپټمبر لومړۍ (وږي ۱۰) د X په ټولنیزې شبکې کې د دې کمرو په هکله د بشري حقونو د بخښنې نړیوال سازمان څرګندونې بې بنسټه بللې او رد کړې یې دي.

ښاغلي قانع لیکلي، "ټولو ته جوته ده، د امنیتي کامرو لګول یو امنیتي ضرورت دی چې نه يواځې په افغانستان؛ بلکې د نړۍ د هیوادونو په هر ښار او پلازمينه کې معمول دی".

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د یو څلور کلن ستراتیژیک پلان له مخې د جنايي او امنیتي پیښو د مخنیوي لپاره په کابل او د نورو ولایتونو د ګڼې ګونې ځایونو په ګډون په هوايي ډګرونو، سرحدي بندرونو، او ګمرکونو کې امنیتي کمرې نصبوي.

د طالبانو د حکومت ددې پریکړې په غبرګون کې د بخښنې د نړیوال سازمان د مصنوعي ځیرکتیا د چارو څیړونکي او سلاکار مت محمودي ویلي دا اقدام د افغانانو اساسي حقونو څخه سرغړونه ده.

ښاغلي محمودي ویلی: "د ملي امنیت تر عنوان لاندې د دغسې پراخه ډله ییزې څارنې معماري د طالبانو د ظالمانه سیاستونو دوام دی، چې په عمومي ځایونو کې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول ښځو د اساسي حقونو څخه سرغړونه ده".

خو د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند بیا ویلي چې د کمرې د افغان ولس سره په مشورې لګول شوي.

ویاند لیکلي، "په کابل ښار کې لګول شوې کامرې د کورنيو چارو وزارت لخوا د ولس په مرسته او مشورې سره لګول شوې دي او يا هم د کورنيو چارو وزارت په وړانديز ولس په داسې ځايونو کې لګولې دې چې هغوی ټاکلي وو".

دا مطلب هم ولولئ بخښنې نړیوال سازمان: د زرګونو کمرو نصبول د افغانانو اساسي حقونو څخه سرغړونه ده

د کورنیو چارو د وزارت ویاند د بشري حقونو په سازمان همدارنګه انتقاد کړی چې په تیر حکومت کې چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په کابل کې په هوا کې بالونونه ځای پر ځای کړي و، دې سازمان پرې انتقاد نه و کړ.

عبدالمتین قانع پدې هکله لیکلي، " کله چې امريکا او ناټو د خپلو موخو او استخباراتي معلوماتو لپاره د کابل په شمول د هيواد ټولو زونونو کې بالونونه او د څار کړنې ترسره کولې، نو هلته د بشري حقونو نقض او د شخصي حريم مدافعانو ولې غږ نه پورته کوو؟"

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د بشري حقونو سازمان په ګډون په ټولو نړیوالو ادارو غږ کړی چې " د افغانستان ځمکنیو واقعیتونو ته په کتلو سره موقف او يا هم د نظر څرګندونه وکړي".

ښاغلي قانع دا هم ویلي چې د ټولو کامروو د کنټرول خونه خوندي ده او هيڅوک ورته د لاس رسي حق نه لري.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي خو د دې ډلې سرپرست حکومت تر اوسه د نړي هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.