د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: د زرګونو کمرو نصبول د افغانانو اساسي حقونو څخه سرغړونه ده


د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له خوا په کابل او نورو ښارونو کې د امنییتي کمرو نصبولو ته په غبرګون ویلي، چې دا اقدام په ټول افغانستان کې د "بشپړ څارونکي دولت" ګواښ پیاوړی کوي او په عمومي ځایونو کې ددغه هیواد د اوسیدونکو اساسي حقونو څخه د سرغړونو سبب ګرځي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د یو څلور کلن ستراتیژیک پلان له مخې د جنايي او امنیتي پیښو د مخنیوي لپاره په کابل او د نورو ولایتونو د ګڼې ګونې ځایونو په ګډون په هوايي ډګرونو، سرحدي بندرونو، او ګمرکونو کې امنیتي کمرې نصبوي.

د طالبانو د حکومت ددې پریکړې په غبرګون کې د بخښنې د نړیوال سازمان د مصنوعي ځیرکتیا د چارو څیړونکي او سلاکار مت محمودي ویلي دا اقدام د افغانانو اساسي حقونو څخه سرغړونه ده.

ښاغلي محمودي ویلی: "د ملي امنیت تر عنوان لاندې د دغسې پراخه ډله ییزې څارنې معماري د طالبانو د ظالمانه سیاستونو دوام دی، چې په عمومي ځایونو کې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول ښځو د اساسي حقونو څخه سرغړونه ده".

د بخښنې د نړیوال سازمان د مصنوعي ځیرکتیا د چارو څیړونکي او سلاکار مت محمودي د پنجشنبې په ورځ ناوخته اګست ۳۱ (وږي نهم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د څارنې ددغه جوړښت د نصبولو په صورت کې د خلکو خصوصي حریم او د غونډو د جوړیدو ازادي، چې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په بېساري ډول تر برید لاندې راغلې له منځه وړي او په پایله کې د قانون حاکمیت له منځه ځي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې دمخه دغه سازمان د اسرائیل د چارواکو له خوا د ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې د فلسطینیانو د څیرو د تشخیصولو په باب په نیول شویو سیمو کې پر فلسطینیانو باندې د ظلمونو په اړه مستند معلومات برابر کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې د بخښنې نړیوال سازمان د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې د څیرې د تشخیص لپاره د زرګونو کمرو نصبول چې د دغه سازمان د وینا له مخې د تورپوستانو د اوسیدانې په سیمو کې ترې کار اخیستل کیږي او د پولیسو له خو د نژادي تبعض اقدامات پیاوړي کوي هم مستند کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې طالبان افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د یوې میاشتې څخه بلې میاشتې ته د ښځو او نجونو پر حقونو پر وړاندې سرغړونې او څپوونکي اقدامات زیاتوي.

د ارغواني شنبې د ورځو د غورځنګ مشرې مریم معروف اروین امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې طالبان هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو ژوند په خپل کنټرول کې ولري.

د میرمن اروین په وینا طالبان هڅه کوي، چې په افغانستان کې هرڅه حتی د خلکو خصوصي ژوند هم د هغوی څخه پت نه اوسي.

د امنیتي چارو یو کارپوه اسدالله ندیم امریکا غږ ته د طالبانو د کورنیو چارو وزات له خوا د امنیتي کمرو د نصبولو د پلان په اړه وویل، چې د امنیتي کمرو نصبول په ټوله نړۍ کې د امنیت د ټینګیدو او د امنیتي وضعیت د څارنې لپاره یوه ډیره مهمه وسیله ده. خو ښاغلی ندیم وايي، چې ددغسې کمرو کارول یو څه شرایط هم لري.

ښاغلی ندیم وايي، چې کمرې باید چې د امنیتي څارنې لپاره طرح او تولید شوي وي، د کمرو د نصبولو ځایونه هم اهمیت لري چې د متخصیصینو یو ټیم باید د کمرو د نصب ځایونه معلوم کړي او مسلکي کسان دا کمرې وڅاري.

ښاغلي ندیم وویل: "مهمه مسله داده، چې دا کمرې د نورو اهدافو لپاره ونه کارول شي مثلا د ښځو او سړیو د کالیو د اغوښتلو لپاره او دغسې نورو مسایلو لپاره ونه کارول شي".

د امنیتي چارو دا کارپوه وايي، چې که چیرې دا کمرې یوازې د امنیتي اهدافو لپاره وکارول شي پرته له شک څخه به د امنیت ښه کیدو کې مرسته وکړي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو د اګست د میاشتې ۱۳ کابل کې د چین د هواوي (Huawei) شرکت د استازو سره په کتنه کې په ولایتونو کې د پرمختللو امنیتي کمرو د نصبولو د پروژې په اړه خبرې کړې وې.

تراوسه څرګنده نه ده، چې په افغانستان کې د امنیتي کمرو د نصبولو پروژه به څومره مصرف ولري، او طالبانو حکومت به ددې پروژې مصرف د کومو منابعو برابر کړي، خو په پخواني رژیم کې یوازې په کابل کې ددغسې کمرو د نصبولو د مصرف اټکل تر سلو میلیونو ډالرو پورې شوی وو.

د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د کار په وروستیو کې په کابل کې د نړیوالو ځواکونو په مالي لګښت د امنیتي کمرو د نصبولو یو پلان ترتیب شوی وو.

په کابل کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو او څلور لارو کې د امنیتي کمرو د نصبولو کار په ۲۰۰۸ کال کې پخواني رژیم د ملي امنیت د ریاست له خوا د امریکا د متحده ایالاتو په مالي ملاتړ پیل شوی و، چې په ترڅ کې ددغه ښار په اکثرو څلور لاریو کې شاوخوا ۳۰۰ امنیتي کمرې نصب شوې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG