طالبان د خپلو ادعاو په خلاف هدفي وژنې کوي ‌او بشري‌ حقونه نقض کوي- راپور

راپور وايي‌ طالبان د بشري حقونو په نقض کولو وخت نه ضایع کوي

د بخښني نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال فدراسیون او د شکنجې ضد نړیوالې ادارې په یو کډ راپور کې خبرداری ورکړی چې طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو په نقض کولو هېڅ وخت نه ضایع کوي.

دل راپور د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۱ (وږي۳۰) خپور شوی دی.

په راپور کې ویل شوي‌ دي چې طالبانو د افغانانو حقونو ته د درناوي په اړه د خپلو مکررو ادعاو په خلاف، د بشري‌حقونو د نقض کولو سربېره، ملکي وګړي او تسلیم شوي سرتېري وژني او د پنجشیر درې ته یې د بشردوستانه مرستو لاره بنده کړې ده.

د راپور عنوان دی: «افغانستان د طالبانو لاس ته ولویده». راپور وايي‌ چې د طالبانو دا کړنې د نړیوال قانون په اساس «جرم» ګڼل کیږي.

طالبان همدغه راز تورن شوي دي‌ چې په افغانستان کې یې په ښځو، بیان په ازادۍ او مدني ټولنو باندې بیا محدویت لګولی دی.

د جنوبي آسیا لپاره د بخښنې د نړیوال سازمان مرستیالې دینوشیکا دیسانایاکې په راپور کې ویلي چې طالبانو یوازې په تیرو څه باندې پنځو اونیو کې چې په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، دا ښودلې چې د بشري حقونو د خوندیتوب او درناوي په برخه کې جدي ندي.

میرمن دیسانایاکې ویلي، "د سرغړواونو څپې مو لیدلي. د غچ اخیستو لپاره بریدونه، په میرمنو محدودیتونه، د مظاهره چیانو، مطبوعاتو او مدني ټولنې د فعالینو ځپنې مو لیدلي."

پدې راپور کې تور پورې شوی چې د اګست د میاشتې د ۱۵ مې نېټې راپدیخوا چې طالبانو کابل نیولی، تقریباً هره ورځ د بشري حقونو په مدافعینو بریدونه شوي. د راپور په یوې برخې کې ویل شوي، "طالبان د بشري حقونو په مدافعینو پسې کور په کور ګرځي او اکثریت یې مجبور شوي چې پټ شي. "

پدې ګډ راپور کې همدارنګه ویل شوي چې دا معلومات د هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، ښایي یوازې یو انځور یا وړه نمونه وي ځکه چې هلته له یوې خوا ویره خپره ده، له بلې خوا په ډیرو ځایونو کې خلک د موبایل ټیلیفونونو سره وصل ندي او یا طالبانو په لوی لاس انټرنیټ بند کړی.

د شکنجې ضد د نړیوالې ادارې د پروګرام مشرې ډیلفیني ریکالیو ویلي چې نړیواله ټولنه باید خپل اخلاقي او سیاسي ژمنې عملي کړي او هغه خلک دې ناکام کیدو ته نه پریږدي چې پخپل هیواد کې یې "خپل ژوند د بشري حقونو د دفاع، جنسي برابرۍ، د قانون حاکمیت او دیموکراتیکو ارزښتونو لپاره وقف کړی و. په هره بیعه چې کیږي، هغوي باید خوندي شي. "

طالب چارواکو تر اوسه د دي تورونو په هکله تبصره نده کړې.

په طالبانو دا تورونه پداسې حال کې لګیږي، چې د هغوي ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ تائید کړه چې د ښځو چارو وزارت یې بند کړی او پر ځای د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت جوړ کړی.

طالبانو همدرانګه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون هم منحل کړی او د کمیسیون د غړیو پر ضد یې د ممکنه فساد په هکله څیړنې هم پیل کړي.