د لاس رسي وړ اتصالات

'حقاني' د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي مشر له دندې لېرې کړ


حامد شینواری څو میاشتې مخکې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي مشر ټاکل شوی و
حامد شینواری څو میاشتې مخکې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي مشر ټاکل شوی و

د افغانستان کرکټ‌ بورډ اجرايي مشر حامد شینواری ادعا کوي چې د طالبانو د حقاني شبکې یو مشر انس حقاني کرکټ‌ بورډ ته ورغلی او هغه یې له دندې لېرې کړی.

ښاغلي شینواري د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۰ (وږي۲۹) په خپل فیسبوک کې ولیکل: «نن ښاغلي انس حقاني کرکټ بورډ ته تشريف راوړی و، ماته يې په شفاهي ډول وويل چې د کرکټ بورډ د اجرايوي رييس په توګه ستاسې دنده ختمه ده او د نصيب الله حقاني په نامه يو ځوان يې د اجرايوي رييس په توګه مقرر کړ. ما زما د ګوښه کيدو په اړه د رسمي حکم/فرمان پوښتنه وکړه خو ترلاسه مې نکړ.»

نوموړي لیکلي دي چې د يوې شفافې پروسې له لارې د کرکټ بورډ اجرايي مشر ټاکل شوی و خو د «ګوښه کیدو په وجه پوه» شوی نه دی.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک کې ویل شوي دي‌چې نصیب ځدراڼ د نوي اجرائیه رئیس په توګه معرفي شو.

د افغاستان د کرکټ بورډ د معلوماتو په اساس نصیب ځدراڼ نن دوشنبه سپټبر ۲۰ (وږې ۲۹) د کرکټ بورډ د عمومي سرپرست رئیس عزیز الله فضلي لخوا یادې ادارې ته د نوي اجرائیه رئیس په توګه معرفي شو.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې نصیب ځدراڼ د ماسټرۍ ترکچې زده کړې لري او د کرکټ له لوبې سره بشپړه بلدتیا هم لري.

نصیب ځدراڼ ویلي: "افغانستان نړیوال جام ته د چمتووالي په حال کې دی موږ به هڅه وکړو چې لوبغاړو ته ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځ ته کړو؛ ترڅو په نړیوال جام کې د افغانانو لپاره د سرلوړۍ او خوښۍ باعث وګرځي."

د کرکټ‌ بورډ په اعلامیې کې د ښاغلي شینواري د لېرې کېدو په اړه څه نه دي‌ ویل شوي.

پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته لومړی عزیز الله فضلي د کرکټ بورډ عمومي سرپرست رئیس وټاکل شو.

په کرکټ بورډ کې دغه نوې ګمارنه پر داسې مهال کیږي چې د کرکټ نړیوال جام هم په رانژدې کېدو دی.

XS
SM
MD
LG