طالبان:  مشهد کې د افغان قونسلګرۍ خدمات بېرته پیل شول

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ایران په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ، ویلي چې په دغه ښار کې یې د پاسپورټونو د وېش، د ویزو د تمدید او نورو قونسلي خدماتو لړۍ پیل شوې ده. 

د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ د مشرتابه د ټاکلو پر سر له څو اوونیو جنجالونو وروسته، طالبان وايي چې اوسمهال دغه ستونزه هواره شوې او د قونسلګرۍ فعالیتونه بیرته پیل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ایران په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ، ویلي چې په دغه ښار کې یې د پاسپورټونو د وېش، د ویزو د تمدید او نورو قونسلي خدماتو لړۍ پیل شوې ده.

د طالبانو د چارواکو په وینا، د قونسلي خدماتو بهیر د شنبې په ورځ، اګست دریمه (زمري ۱۳مه) په مشهد کې پیل شوې او متقاضیان کولای شي چې د خپلو ستونزو د حل لپاره دې قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.

دا خبر پداسې حال ورکول کیږي،‌ چې څه موده وړاندې یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړې و، چې تهران له اوږدې مودې ناندریو وروسته، تېره اوونۍ په مشهد کې د افغانستان قونسلګري طالبانو ته وسپارله. د دغو راپورونو پر بنسټ، مولوي فیض الرحمن عطايي په مشهد کې د "جنرال قونسل" په توګه معرفي شوی او خپله دنده یې پیل کړې ده.

تر دې وړاندې عبدالجبار انصار چې د افغانستان د پخواني حکومت یو دپلومات و، د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ مسؤلیت پر غاړه درلود.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم ویلي، چې د افغانستان د پخواني حکومت د قونسلګرۍ دنده له پنځو کلونو وروسته پای ته رسېدلې او دوی به ډېر ژر د دغه څوکۍ لپاره خپل دپلوماتان ایران ته واستوي.

خو له هغه وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د مې په ۳۰مه (غبرګولي لسمه) په مشهد کې د افغانستان د قونسلګرۍ لپاره د "جنرال قونسل"د معرفي کولو په اړه دوی ته د معلوماتو پر نه ورکولو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې په قونسلګرۍ کې باید هر ډول بدلون د "تعریف شوي مقرراتو تابع او د ۱۹۶۳ ویانا کنوانسیون مطابق وي. "

هغه زیاته کړه: "په قونلسګریو کې د کارکوونکو ګمارل او بدلول د لیږونکي حکومت له واکونو څخه دي، خو دغه کارکوونکي باید د ټاکل شویو مقرراتو له لارې د کوربه هېواد دولت ته معرفي شي او د موافقې او ویزې د تر لاسه کولو وروسته دې د ټاکل شوي ماموریت لپاره کوربه هیواد ته ولاړ شي."

خو بلخوا په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي، چې هره ورځ سلګونه کسان په تهران کې د افغانستان سفارت او په مشهد کې د دغه هېواد قونسلګرۍ ته د وېزې د ستونزې د حل او د پاسپورټونو د نوي کولو لپاره ورځي، خو طالبان د مراجعینو د ستونزو د هواري توان نه لري.

په ایران کې د فهیم حیدري په نوم یو افغان کډوال امریکا غږ ته وویل، چې له دوو کلونو راهیسې په ایران کې اوسېږي، خو تراوسه د خپل پاسپورت په نوي کولو نه دی بریالی شوی.

هغه زیاته کړه:" په تهران او د ایران په نورو ښارونو کې ګڼې ستونزې شته دي. هره ورځ سلګونه کسان په تهران کې د افغانستان د سفارت ته ورځی خو ستونزې یې نه حل کیږي. ما خپله څو ځلې د پاسپورت د نوي کولو لپاره سفارت او قونسلګریو ته مراجعه وکړه، خو له هغه ځایه چې چارې ډېر ټکنۍ دي، تر اوسه مې پاسپورټ نوی شوی نه دی. "

د افغانستان د پنځو نورو ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو په څېر ایران هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په پلازمېنه تهران کې د افغانستان د سفارت په ګډون یې په دغه هېواد کې د افغانستان یو شمېر سیاسي استازو ته سپارلي دي او د دې ډلې دپلوماتان یې منلي دي.

د ایران په ګډون اوسمهال د ترکیې، قطر، پاکستان، روسیې، چین او د سیمې د ځینو هېوادونو په سیاسي دفترونو کې د طالبانو استازي حضور لري، خو د طالبانو حکومت د پاکستان په ګډون چې د دې ډلې اصلي ملاتړی ګڼل کیږي، هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلې.