طالبانو او افغان سیاسي مشرانو د اسماعیل هنیه وژل کېدو ته غبرګون ښودلی

ایراني چارواکو خبر ورکړی چې اسماعیل هنیه په تهران کې وژل شوی.

د طالبانو حکومت او یو شمېر افغان سیاسي مشرانو د حماس ډلې د سیاسي مشر اسماعیل هنیه وژل کېدو ته غبرګون ښودلی او د هغه وژنه یې غندلې ده.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۳۱مه (زمري ۱۰) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د دغه هېواد په پلازمېنه تهران کې "وژل شوی"، خو د هغه د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه یې څه ندي ویلي.

د طالبانو حکومت په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې د اسماعیل هنیه له کورنۍ او پلویانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره پر هنیه برید په کلکه غندلی او د هغه مړینه یې "یوه ستره ضایعه" بللې ده.

د طالبانو حکومت له نفوذ لرونکو خواوو په ځانګړې توګه له اسلامي او عربي نړۍ څخه غوښتي چې په سیمه کې د "اسرائیل د یرغل او ترور" د مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې وکاروي.

د پخواني افغان حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د هنیه وژنه په کلکه غندلې. هغه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي چې د فلسطین د ازادۍ او خپلواکۍ د حق په رسمیت پېژندلو پرته په منځني ختیځ کې سوله ممکنه نده.

عبدالله وویل: "د فلسطین د یو سیاسي مشر اسماعیل هنیه ترور، چې په دې وروستیو کې د اوربند په خبرو اترو او د سولې په هڅو بوخت و او د ایران په اسلامي جمهوریت کې مېلمه و، تروریستي عمل، جنایت او د ټولو قوانینو خلاف دی او موږ یې په نړیواله کچه غندنه کوو."

هغه د هنیه له کورنۍ او د فلسطین له خلکو سره د خواخوږۍ څرګندولو په ترڅ کې وویل چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ اصلي لامل د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیل "سیستماتیک جنایت او ظلم" دی.

په کابل کې د تبیان کلتوري مرکز مشر سید حسین مزاري حسیني هم د حماس د دغه لوړپوړي چارواکي پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې اسرائيلي اجنټانو هغه په تهران کې د فلسطيني ولس د "مقاومت" د ځپلو په موخه وواژه.

دا مطلب هم ولولئ اسماعیل هنیه څوک و؟

اسماعیل هنیه چې د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته تللی و، د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۳۱مه (زمري ۱۰) په تهران کې په خپل هستوګنځي کې ووژل شو.

د فارس خبري اژانس په ګډون د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې هنيه د تهران په شمال کې په یو ځانګړي هستوګنځي کې په هوايي برید کې وژل شوی دی.

حماس د چهارشنبې په ورځ له پېښې سمدستي وروسته وویل چې اسماعیل هنیه په تهران کې د اسرائیل په برید کې وژل شوی دی.

اسماعیل هنیه په تیرو دوو لسیزو کې د حماس یو له لوړ پوړو مشرانو څخه و، چې په وروستیو کلونو کې یې په قطر کې د دې ډلې سیاسي چارې سمبالولې.

د هنیه جنازه

حماس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هنيه "رسمي جنازه به سبا د ایران په پلازمینه تهران کې ترسره شي" او مړی به یې دوحې ته ولیږدول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د جنازې لمونځ به د جمعې له لمانځه وروسته د دوحې تر ټولو لوی امام محمد بن عبدالوهاب جومات کې ادا شي او مړی به یې د دوحې شمال ته د لوسیل په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د حماس په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هغه د جنازې په مراسمو کې به ددې ډلې د مشهورو څېرو ترڅنګ د عربي او اسلامي هېوادونو مشران ګډون وکړي.