سرتاج عزیز: طالبان افغانستان کې د اوږدې جګړې توان لري

سرتاج عزیز وايي اوس افغانستان کې بهرني ځواکونه کم دي او طالبان مخ په پیاوړي کېدو دي

د نواز شریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز طالب جنګیالي د افغانستان په ۴۰ سلنه خاوره واکمن دي.

ښاغلي عزیز د یکشبنې په شپه د پاکستان حکومتي تلویزون ته وویل چې په تېرو شاوخوا څوارلسو کلونو کې د نړۍ ۱۴۰زره ځواکونو طالبان مات نکړای شول. هغه وايي اوس چې افغانستان کې بهرني ځواکونه کم دي، طالبان نور هم مخ په پیاوړي کېدو دي.

هغه دا ادعا هم وکړه چې دا مهال طالبان د افغانستان په ۴۰فیصده برخې واکمن دي، خو په خبره یې لا هم ولسمشر غني پاکستان تورنوي چې د طالبانو ننګه کوي او په خپلې خاورې کې هغوی ته پنا ورکوي.

افغان حکومت دا خبره نه مني چې طالبان دې په دومره خاورې واکمن وي.

نوموړي وویل پاکستاني پوځ د ضرب عضب په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته سخته ماتې ورکړه، خو افغان چارواکي وايي پاکستان پوځ د پاکستان ضد طالبان په نښه کوي او افغان ضد طالبان ساتي.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي سرتاج عزیز دا خبره هم وکړه چې د افغانستان د ناامنیو لوی علت د افغانستان داخلي سیاست او اختلافات دي، دی وايي افغانستان کې د امن یوازینۍ لار خبر اترې دي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار داسې مهال دا څرګندونې کوي چې همدا نن ولسمشرغني وویل چې له پاکستان سره یې د دولتونو په کچه اړیکې ثابتې نه دي. هغه وویل چې د افغان حکومت د سولې غږ ته چا لبیک ونه وایه او پر طالبانو یې غږ وکړ چې یا دې سوله وکړي او یا به ترهګر وګڼل شي.

کابل په وار وار اسلام اباد تورن کړی چې افغان طالبانو ته یې په خپلې خاورې کې پناه ورکړې، هغوی روزي، تجهیزوي او بیا یې افغانستان ته د جنګ لپاره استوي، خو پاکستان دا تورونه نه مني. تراوسه د سرتاج عزیز د دغو تورونو په اړه افغان حکومت څه نه دي ویلي.