طالبانو په بګرام کې له امریکایي چارواکو سره د خبرو راپورونه رد کړل

طالبان وايي له امريکايي چارواکو سره یې په بګرام کې نه دي لیدلي‌

وسله والو طالبانو هغه راپورونه رد کړي چې ګنې د دغې ډلې ځینو استازو په بګرام کې له ځینو امریکایي چارواکو سره لیدلي‌ دي.

د طالبانو په یوې اعلامیې کې راغلي دي ‌چې ددغې ډلې هېڅ یو پلاوي په بګرام کې له امریکایي استازو سره نه دي لیدلي. طالبانو ټېنګار کړی دی چې دوی په قطر کې خپل سیاسي دفتر لري‌ او خبرې به یوازې د همدغه دفتر استازي کوي.

د طالبانو په دغې اعلامیې کې هغه راپورونه هم رد شوي‌ دي چې وايي ‌تر دې مخکې هم د طالبانو ځینو استازو په اماراتو کې له امریکایي چارواکو سره لیدلي‌ وو.

څو ورځې مخکې ځينو رسنیو خبرونه خپاره کړل چې ګنې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی سلاکار زلمی خلیلزاد اماراتو ته تللی چې هلته له ځینو طالب استازو سره وویني. دا راپور په رسمي ډول چا تائید نکړ.

مګر تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیز ویلز په قطر کې له ځینو طالب استازو سره لیدلي‌ وو او د افغانستان پر سولې یې خبرې کړې وې. ددغه ملاقات ډېر جزیات رادبره نشول.

طالبانو داسې مهال له امریکایي چارواکو سره د ملاقات راپورونه رد کړي دي چې افغان حکومت او امریکايي چارواکي تر بل هر وخت اوس له طالبانو سره د سولې د خبرو ډېرې هلې ځلې کوي.

طالبان ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې په اړه مخامخ له امریکا سره خبرې کوي، خو امریکا وايي چې دوی په دغه برخه کې یوازې منځګړي او اسانتیا برابرونکي‌دي او خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لوري‌ وشي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی مسکو ته تللی چې د افغانستان د سولې په اړه د نړیوال کنفرانس نیټه معلومه کړه.

ټاکل شوې وه چې دا مذاکرات د سپتمبر په لومړیو کې وشي. طالب استازو منلې وه چې په مذاکراتو کې برخه اخلي خو کابل او واشنګټن په کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

افغان حکومت له روسیې وغوښتل چې دا مذاکرات وځنډوي او مسکو ددې وړاندیز په منلو سره هغه وځنډول.