طالبانو له ترکمنستان سره د برېښنا پروژې د تطبیق هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ

عکس: ارشیف

د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت د شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي لسم) له ترکمنستان سره د تاپ (ترکمنسشتان، افغانستان، پاکستان) د برېښنا پروژې د عملي کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي‌ راډیو ټلویزیون راپور ورکړی چې دا هوکړه‌لیک ترکمنستان ته د طالبانو د حکومت د پلاوي د سفر پر مهال د برېښنا شرکت د رئیس عبدالباري عمر او د ترکمنستان د برېښنا وزیر اناګلدي ساپاروف ترمنځ لاسلیک شوی دی.

په راپور کې راغلي:‌ "د دې هوکړه‌لیک په لاسلیک سره دواړو خواو په خپلو خاورو کې د یادې پروژې پلي کولو په موخه د تاسیساتو جوړولو او همدا راز د یادې پروژې اړوندو اسنادو د بشپړولو په برخه کې ژمنه کړې. "

له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا د انتقال پروژې (تاپ) تړون د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې د درېو هیوادونو د مشرانو ترمنځ په پایتخت عشق‌آباد کې لاسلیک شوی و.

د افغانستان پخواني‌ حکومت شاوخوا شپږ کاله وړاندې له چالیک هولدینګ ترکي‌ شرکت سره د تاپ پروژې د تطبیق تړون لاسلیک کړی و او ټاکل شوې وه چې د دغې پروژې د تطبیق عملي چارې پیل شي خو واک ته د طالبانو له بیا راتګ سره د پروژې عملي کارونه وځنډول شول.

د تاپ پروژې په تطبیق سره د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برېښنا د انتقال زمینه برابرېږي او د دغې پروژې ۷۵۰ کیلومتره مزي به یواځې د افغانستان له خاورې تیریږي.

ټاکل شوې چې دغه مزي د تورغونډۍ له بندر څخه د هرات - کندهار د لویې لارې په اوږدو کې تر سپین‌بولدکه وغځول شي.

افغانستان به له دې پروژې څخه هرکال د ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا سربیره، پاکستان ته د بریښنا له ترانزیت څخه ۱۰۰ میلیون ډالر هم ترلاسه کړي او دغه راز، له دې مسیر څخه په استفادې به په راتلونکې کې افغانستان خپله بریښنا هم بهر ته صادره کړي.