د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: ترکمنستان زمونږ شارژدافیر ومانه


د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مرادف د طالبانود حکومت دپلومات فضل محمد صابر سره په کتنه کې.
د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مرادف د طالبانود حکومت دپلومات فضل محمد صابر سره په کتنه کې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایی چې ترکمنستان په افغانستان کې د سترو اقتصادی پروژو د پلي کولو لپاره په عشق اباد کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د دپلوماتیک حضور کچه د شارزدافیر کچې ته لوړه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی د شنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خبره کړې خبرپانه کې ویلی چې د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مرادف د طالبانود حکومت دپلومات فضل محمد صابر د افغانستان د سفارت د شارژدافير په توگه منلی دی.

هغه ویلي: " محترم رشید مرداف د یادو مراسمو په ترڅ کې وویل: ترکمنستان او افغانستان د سترو پروژو پلي کول په پلان کې لري؛ نو ځکه د ډيپلوماټيکو اړيکو کچې لوړول اړين گام دی"

د عبدالقهار بلخی د وینا له مخې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو په گډو ډيپلوماټيکو هڅو به وکولای شي چې د ټاپي نل ‌ليکې، د ټاپ بریښنا او د تورغنډۍ-هرات ترمنځ د اوسپنې پټلۍ پروژو عملي کار ژر پيل شي.

د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد مِرِداف تیره اونۍ پاکستان ته د سفر پر مهال د پاکستانی چارواکو سره د ټاپي نل ‌ليکې او د ټاپ بریښنا د پروژو په تړاو خبرې کړې وې او دواړو خواو په دې موافقه کړې وه چې ددغو پروژو د عملی کیدو چارې ګړندۍ کړي.

ترکمنستان په ۹۰ لسیزه کې په افغانستان کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال ددغه هیواد څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نل لیکې (TAPI) د غځولو د پروژې د پیلولو پلان ترتیب کړی وو، خو په افغانستان کې نا امني او د پروژې د تمویل په برخه کې د پانګونې لپاره کمه لیوالتیا ددې سبب شوې چې تراوسه دا پروژه عملي بڼه وانخلي.

همداشان ترکمنستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال له دغه هیواد څخه د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د بریښنا د مزي د غځولو پروژې "ټاپ" اعلان هم کړی چې د ورته ستونزه له امله تراوسه پرې عملي کار نه دی پیل شوی.

ترکمنستان د منخنۍ اسیا په هغو هیوادونو کې شامل دی چې د ۲۰۲۱ د اګست د میاشتې راهیسې د طالبانو حکومت سره ښې اړیکې ساتلي اود منځنۍ اسیا د ځینو نورو هیوادونو په څیر یې د افغانستان د سفارت چارې طالبانو حکومت ته سپارلي دي. د ترکمنستان د حکومت ددې پریکړې دمخه په عشق اباد کې د افغانستان سفارت د طالبانو د ټیټ رتبه دپلوماتانو له خوا اداره کیده.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته تراوسه هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان ددغې ډلې حکومت په رسمیت نه دیث پیژندلی. نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د قومي اومذهبي اقلیتونوحقونو ته درناوی او هم د تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرې کولو شرطونه ایښي دي.

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې اسلام دین په چوکاټ کې د ښځو د حقونو په ګډون د ددغه هیواد د ټولو وګړو حقونو ته ژمن دي. او اوس مهال په دغه هیواد کې هیڅ تروریستي ډله شتون نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG