طالبانو په څو هیوادونو کې د افغانستان قونسلي خدمتونه بې اعتباره اعلان کړل

طالبانو حکومت په ۱۳هیوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولیو قنسولي خدمتونود بې اعتباره کیدولواعلان په داسې حال کې کړی چې دغه حکومت د هیڅ کوم هیواد او یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اطلاعیه کې په ۱۳ اروپايي او امریکايي هیوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو له خوا افغانانو ته د قونسلي خدمتونو وړاندې کول بې اعتباره اعلان کړل.

ددغه وزارت ویاند ضیا احمد تکل د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۳۰ ( زمري نهم) رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې په تکرار سره ددغو استازولیو څخه غوښتل شوي وو چې" د افغانانو د ستونزو د حل لپاره لږترلږه په قونسلي چارو کې" له دغه وزارت سره تعامل وکړي، خو هغوی د "همغږۍ پرته، په خپلسر، او منل شویو اصولو څخه په سرغړونه" قونسلي چارو ته دوام ورکړ.

هغه وویل: " د افغانستان د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] د بهرنیو چارو وزارت په بهر کې میشت ټول افغانان خبروي چې ددغې اطلاعیې د خپریدو وروسته، قونسلي خدمتونه لکه وثیقې، تصدیقونه، د عدم مسوولیت پاڼې، د پاسپورټونو صادرول، د پاسپورت د تمدید لپاره د سټکر لګول او نورې چارې په لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او استرالیا کې د مرکز او نورو اړوندو ادارو لپاره د منلو نه دي."

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت به ددغو سیاسي استازولیو له خوا چې کوم اسناد صادریږي په اړه به یې هیڅ ډول اجرات ونه کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په بهر کې د میشتو افغانانو غوښتي چې قونسلي خدمتونو ته د لاس رسي لپاره دې ددغو استازولیو پرته د افغانستان نورو قنسولي او سیاسي استازولیو ته مراجعه وکړي.

تراوسه کومو سیاسي استازولیو چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یې قونسلي خدمتونه بې اعتباره اعلان کړي د طالبانو د حکومت ددغې اطلاعیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

خو د طالبانو حکومت ددې اطلاعيې دمخه هم نږدې یو کال وړاندې په لندن، اتریش او څو نورو هیوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو اجرات غیرقانوني اعلان کړي وو، چې په غبرګون کې دغو استازولیو د طالبانو د حکومت اعلامیې ته کوم اهمیت نه و ورکړی او د خپلو چارو په دوام یې ټینګار کړی و.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په ګډون په بهر کې ددغه هیواد اکثره سیاسي استازولۍ د پخواني رژیم له خوا د ګمارل شویو دپلوماتانو له خوا اداره کیږي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ۱۳ هیوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو قونسلي خدمتونود بې اعتباره کیدو په تړاو دا اطلاعیه په داسې حال کې ورکړې چې بله میاشت په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو درې کاله پوره کیږي او په دغه موده کې د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هیواد او یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

خو د روسیې، چین، اروپايي ټولنې، منځنۍ اسیا، ترکیې، ایران، پاکستان او هند په ګډون د یو شمیر ګاونډیو او سیمې د هیوادونو له خوا په کابل سفارتونه او سیاسي استازولۍ پرانیستل شوي او طالبانو حکومت هم دغو هیوادونو ته خپل دپلوماتان استولي دي.

د امریکا متحده ایالاتو په ګډون نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره ځینې شرایط ایښي دي چې په کې ددغه حکومت له خوا د ښځو او نجونو او د مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی او د القاعده په ګډون د تروریستي ‌ډلو سره د اړیکو د پریکون شرطونه شامل دي.

خو طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعیت په چوکاټ کې ددغه هیواد د ټولو اوسیدونکو حقونو ته ژمن دي. همداشان طالبان ادعا کوي چې په افغانستان د القاعدې د ډلې په ګډون هیڅ تروریستي ډله شتون نلري.