د افغانستان د خبریالانو څخه د ملاتړ دوو بنسټونو په جلا اعلامیو کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست د کارکوونکو له خوا د افغان خبري اژانس د یو خبریال مهدي انصاري په نیولو ژوره اندیښنه ښودلې او پرته له ځنډ څخه ددغه خبریال د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د سه شنبې په ورځ اکتوبر اتم (تلې ۱۷) په یوه اعلامیه کې مهدي انصاري ته د نږدې سرچینو له قوله ویلي چې دغه خبریال په کابل کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست د کارکوونکو له خوا نیول شوي دی.
د غه مرکز ویلي: "د مهدي انصاري يو ملګري د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل، دغه خبريال د تلې په ۱۴مه، د کابل ښار پل خشک سيمه کې له دفترڅخه تر وتلو وروسته نا درکه شو. يوې بلې سرچينې چې پېښه يې له نږدې څارلې وايي، د دغه خبريال د کورنۍ غړي او ملګري د ده روغتيايي حالت ته اندېښمن دي او په کابل کې د طالبانو د پولیسو يو شمېر مرکزونو ته تللي چې په ترڅ کې یې د پوليسو په ١٣مه حوزه کې هغوی ته په غير رسمي توګه ویل شوي چې انصاري د استخباراتو له لوري نیول شوی دی".
د طالبانو د استخباراتو رياست تراوسه ددغه خبریال د نیولو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو دمخه هم دغه ریاست ددغسې پیښو په اړه له رسنیو سره د معلوماتو د شریکولو څخه ډډه کړې ده. خو په کندهار کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست مهدي انصاري نه دی نيولی.
مهدي انصاري له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په کابل کې له افغان خبري اژانس سره د خبریال په توګه کار کوي.
افغان خبري اژانس یوه خصوصي رسنۍ ده چې د ۱۳۸۸ لمریز کال د ثور د میاشتې په پیل کې په کابل کې فعالیت پیل کړی دی. دغه خبري اژانس د هېواد بېلابېلې سياسي، فرهنګي، ټولنيزې، اقتصادي او سپورټي پېښو ته پوښښ ورکوي.
د افغان خبري اژانس مسؤول مدیر رحمت الله کريمي وايي، اداره یې د انصاري د ناڅاپه ورکېدو په اړه اندېښمنه ده او دا موضوع يې د اطلاعاتو او کلتور له وزارت او د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو له مرکز سره شريکه کړې ده.
ښاغلي کریمي د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې مهدي انصاري شاوخوا يو کال وړاندې د کابل د کاج پر ښوونیز مرکز باندې د خونړي بريد د تلین د نمانځنې غوندې ته دغه ښوونیز مرکز ته تللى و او د پوليسو له لوري نيول شوی وو، خو د مخکنی همغږۍ له ژمنې وروسته بېرته خوشې شو چې له هغې وروسته تر دا مهاله د دغه اژانس سره د کار له امله په ښکاره ډول نه وو ګواښل شوی.
خو د افغانستان د خبريالانو د مرکز موندنې ښيي چې مهدي انصاري د افغانستان په اړه ځينې پېښې د ټولنيزو شبکو او په ځانګړې توګه د خپل شخصي فیسبوک پاڼې له لارې تر پوښښ لاندې راوستې دي، چې ددغه مرکز د معلوماتو له مخې د خپرولو څرنګوالی یې د طالبانو حکومت رسنیزې پالیسي سره سمون نه لري.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د مهدي انصاري په ناڅاپه نا درکه کېدو د ژورې خواشينۍ په څرګندولو سره د طالبانو د حکومت له مسؤولينو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې ددغه خبريال برخلیک روښانه کړي او که چیرې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی وي له قيد او شرط پرته دې خوشې کړي.
د بلې خوا د افغان له خبریالانو د ملاتړ بنسټ هم د سه شنبې په ورځ اکتوبر اتم (تلې ۱۷) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست له خوا د افغان خبري اژانس خبريال مهدي انصاري د نيول کېدو او ناڅرګند ځاى ته د نوموړي د لېږدولو په تړاو په ژور توګه اندېښمن دی.
دغه بنسټ ویلي چې دا کړنه نه یوازې د خبریالانو له حقونو او د بیان ازادۍ څخه ښکاره سرغړونه ده، بلکې په افغانستان کې د خبریالانو امنیت او مسلکي کار ته هم جدي ګواښ بلل کېږي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "بنسټ له اړوندو مسوولانو څخه غوښتنه کوي چې سملاسي د ښاغلي انصاري وضعیت روښانه او له کوم شرط او ځند پرته یې ازاد کړي. د رسنیو ازادي او د خبریالانو خوندیتوب بنسټیز بشري حقونه دي چې باید د ټولو مسوولانو له خوا په رسمیت وپېژندل شي او درناوی یې وشي".
همداشان د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ بنسټ له نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو بنسټونو څخه هم غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو ازادۍ د خوندیتوب لپاره پر اوسنیو حاکمانو لازم فشارونه راوړي. دغه بنسټ ویلي: "د خبریالانو خوندیتوب او حقونه باید د ځپونکو سیاستونو له امله قرباني نه شي."
په افغانستان کې په دې وروستیو اونیو کې یو ځل بیا د افغان خبریالانو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده. طالبانو د حکومت د غزني سیمه ییزو چارواکو د اکتوبر د روانې میاشتې په سر کې په دغه ولایت کې د خوشال خصوصي راډیو مسوول مدیر حکمت ارین هم نیولی او تراوسه لا هم د طالبانو په بند کې ورځې شپې سبا کوي.
ددې مخه د سیمه ییزو رسنیو په کابل کې د طالبانود یوې نظامي محکمې له خوا دوو افغان خبریالانو محمد عارف هجران او احمد کامران ته د لسو لسو کلنو د بند سزا د ورکولو په اړه راپورونه ورکړي دي.
دا دواړه خبریالان د کابل ښار په یوولسمه حوزه کې د عاشورا د ورځې له یوې غونډې څخه د عکسونو د اخیستلو پر مهال د روان کال د جولای ۱۶( چنګاښ ۲۶) نیول شوي وو.
په دغو راپورونو کې ویل شوي چې دغو دوو تنو خبریالانو ته د سپټمبر په ۲۹(تلې اتمه) د طالبانو د نظامي محکمې له خوا د بند سزا اورول شوې ده. ددغو دوو خبریالانو له ډلې محمد عارف هجران د نږدې یو کال راهیسې په استرالیا کې پیام په نوم یوې انترنیټي پاڼې ته راپورونه او خبرونه ورکول، خو احمد کامران په اړه په دې راپورونو کې چې کومې رسنۍ ته یې کار کاوه څه نه دي ویل شوي.
په کابل کې د طالبانو حکومتي چارواکو ددغو دوو خبریالانو د نیولو او ورته د لسو کلنو د بند د سزا د ورکولو په اړه بې خبرې ښودلې ده.