د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تېر یو کال مو د موسیقۍ څه باندې ۲۱زره الات ویجاړ کړي


طالبانو په افغانستان کې رسنیو ته ویلي چې موسیقي په نه خپروي
طالبانو په افغانستان کې رسنیو ته ویلي چې موسیقي په نه خپروي

د طالبانو د «امربالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت مقاماتو د سه شنبې په ورځ اګست ۲۰ (زمری۳۰) وویل چې په تېر یو کال کې یې په افغانستان کې د موسیقۍ ۲۱۳۲۸ الات او وسائیل مات کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته دغې ډلې په ځینو ولایتونو کې ځینې هنرمندان وهلي او وسائیل یې ور مات کړي وو.

طالبانو په افغانستان کې رسنیو ته خبرداری ورکړی چې موسیقي دې نه خپروي او ځینې رسنۍ د سرغړونې له کبله توبیخ شوي دي. ډېرو هنرمندانو له افغانستان څخه پښې سپکې کړې او هغوی چې په افغانستان کې پاتې دي، له خپلو هنري فعالیتونو څخه یې لاس اخیستی دی.

د طالبانو د «امربالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت د پلان او تفتیش مشر محب الله مخلص په کابل کې د خپل وزارت د تېر یوکال د فعالیتونو په اړه خبري کنفرانس ته وویل چې محتسبانو یې ۳۰زره غیر «اخلاقي فلمونه» هم له منځه وړي دي.

طالبان همدغه راز ادعا کوي چې د شراب خرڅولو ۲۵ پلورځایونه یې هم بند کړي او د ۱۳۲۵۰ مخدره تابلیتونو د استعمال مخه یې هم نیولې او په خبره یې عاملان یې مجازات کړي دي.

مخلص همدغه راز ادعا وکړه چې په تېر یو کال کې یې د ۲۵۶۴۷ کسانو فعالیتونه چې «مبتذل فلمونه» یې وړاندې کول، درولي دي.

طالبان او رسنۍ

د طالبانو «امربالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت مقامات ادعا کوي چې د هلو ځلو له کبله یې په افغانستان کې د چاپي او تصویري رسنیو نشرات «۹۰سلنه اصلاح شوي» دي.

طالبانو په تېرو دریو کلونو کې په رسنیو باندې محدودیتونه لګولي او د رسنیو د ملاتړو ادارو په وینا معلوماتو ته یې د خلکو لاسرسی هم محدود کړی دی.

په تلویزونونو کې ښځینه کارکوونکې مجبورې دي چې د خپرونو په مهال خپل مخونه په ماسکونو پټ کړي او د قوانینو د عدم وضاحت او تنظیم له کبله خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له لوري د توقیف او د کار د جواز د ختمېدو له خطر سره مخامخ دي.

څه موده مخکې یوناما په یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو په رژیم کې رسنۍ له بېلابېلو ګواښونو او ننګونو سره مخ دي او خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په یو ستونزمن چاپېریال کې کار کوي.
یوناما ویلي وو:«د [طالبانو] د واکمنې ادارې د چارواکو لخوا د یو لړ محدودیتونو او د خپل سري توقیف د خطر سربیره، رسنۍ د خپلو کارونو په ترسره کولو کې د پام وړ مالي ننګونو سره مخ دي.»

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ډپلوماتیک ماموریت ویاند ماریو کریفو مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼې کې ویلي وو: «موږ [په افغانستان کې] د خبریالانو د ځورونې او توقیف د مایوسوونکي زیاتوالي شاهدان یو... اطلاعاتو ته لاسرسی بند شوی دی... په افغان رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او د ښځو استازیتوب کم شوی دی.»
افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره د بدو هېوادونو په لست کې شامل دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG