د افغانستان د خبریالانو مرکز د غزني په ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ریاست کارکوونکو له خوا د خوشال خصوصي راډیو د مسوول مدیر حکمت ارین په نیولو ژوره اندیښنه ښودلې او په سمدستي ډول یې د هغه د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
دغه مرکز د چهارشنبې په ورځې ناوخته د اکتوبر دوېیم (تلې ۱۱) په یوه اعلامیه کې د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې د غزني په ولایت کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست کارکوونکو حکمت ارین د یکشنبې په ورځ د غرمې په ۱۲ بجو په خپل دفتر کې نیولی دی.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "ددغې سرچینې پر وینا حکمت ارین باندې تورلګیدلی چې په غږیزه وینا کې يې په تیرو جګړو کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو په اړه خبرې کړي او د راډیو له لارې یې دا وینا خپره کړې ده، په دې کار یې طالبانو ته سپکاوی او بې احترامي کړې ده".
خو په غزني کې ځینو کسانو د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې دا موضوع افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا ستنیدلو دمخه جمهوري رژیم پرمهال شوې او پر ښاغلي ارین باندې لګیدلی تور سم نه دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د حکمت ارین په نیولو باندې جدي اندیښنه ښودلې او د طالبانو د غزني ولایتي چارواکو څخه یې ژر ترژره او پرته د کوم قید او شرط څخه د هغه د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده. دغه مرکز ویلي چې د افغانستان د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې خبریالان د خپلو ژرونالیستکي فعالیتونو په برخه کې خپلواک دي او چارواکي باید د هغوی د کار پر وړاندې خنډونه را ولاړ نکړي، بلکې د خبریالانو ملاتړ وکړي او د کار زمینه ورته برابره کړي.
د خوشال خصوصي راډیو نږدې اوه میاشتې دمخه د غزني په ښار کې فعالیت پیل کړی دی، چې د سیاسي خپرونو ترڅنګ اقتصادي، فرهنګي او دیني پروګرامونه هم خپروي.
د بلي خوا دغه مرکز ویلي چې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د تخار په ولایت کې د سیمه ییزو چارواکو د غونډو تصویر اخیستل او د هغوی تصویري مرکو باندې بندیز لګولی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې دا بندیز په افغانستان کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د توشیح دوه میاشتې وروسته لګیدلی دی. دغه مرکز ددغې پریکړې عملي کیدو باندې اندیښنه ښودلې او د طالبانو د حکومت د مشرتابه څخه یې غوښتي چې پر دغه پریکړه دې له سره غور وکړي. دغه مرکز ویلي چې د تخار ولایت کې پرتصویري مرکو او د رسمي غونډو د تصویر پر اخیستلو بندیز څلور میاشتې دمخه ددغه ولایت په ادارې غونډه کې د تخار ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر د رئیس حبیب الله حنفي له خوا اعلان شوی وو.
دغه مرکز ویلي: "په دې غونډه کې حنفي ددې یادونه کړې وه چې د ژوندیو تصویر اخیستلو د خپریدو منع کولو پریکړه چې د امربالمعروف په نوي قانون کې هم یادونه شوې ددغه قانون د غوښتني پر اساس شوې ده او ټول سیمه ییز چارواکي او کارکوونکي باید دا پریکړه رعایت کړي او ددې وروسته په کار نه دي چې له غونډو تصویر او عکس واخیستل شي او یا هم تصویري مرکه وشي".
حبیب الله حنفي ویلي چې ددې وروسته باید د ولایت ټول راپورونه یا په لیکلي او یا هم په غږیز بڼه اوسي. د تخار ولایت کې خبریالان وايي چې په دې پریکړه باندې عمل پیل شوی دی. تخار دوېیم ولایت دی چې سیمه ییز چارواکي د تصویري مرکو او د هغوی له غونډو د تصویر د اخیستلو څخه منع شوي دي. ددې دمخه د کندهار ولایتي چارواکو هم د تیر ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې په میاشت کې ورته بندیز لګولی وو.
طالبانو حکومت د امربالمعروف قانون چې څلور فصله او ۳۵ مادې لري د اګست د میاشتې ۲۱ ( زمري ۳۱) نافذ کړی دی. په دې قانون کې دغسې محدودیتونو لګول په پام کې نیول شوي دي. ددغه قانون په ۱۷ ماده کې د امربالمعروف محتسبینو ته دنده ورکړل شوې چې د هغو مطالبو مخه ونیسي چې د ژوندیو عکسونه په کې موجود وي.
د کندهار ولایتي چارواکو لومړی په دغه ولایت کې د ملي تلویزیون په سیمه ییزې خپرونې کې د تصویرونو او تصویري مرکو خپرول بند کړل او تیره میاشت یې ددغه تلویزیون پروګرامونه هم بند کړل. اوس د کندهار ملي تلویزیون د دغه تلویزیون د سیمه ییزو خپرونو د خپرولو پرځای په کابل کې د ملي تلویزیون خپرونې خپروي.
په تیرو څه باندې دریو کلنو کې چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی پر رسنیو یې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس په یو راپور کې چې تیره ورځ خپور شوی په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت په اړه ویلي چې په دغه هیواد کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې افغان ژورنالستانو د سلګونو داسې پېښو راپور ورکړی چې د حکومتي چارواکو له خوا خبریالان نیول شوي، شکنجه شوي او کار یې سانسور شوی دی.
خبریالان وايي زیاتره وخت د وسله والو بریدونو او ښځو سره د ناوړه چلند په اړه د راپور جوړولو له کبله نیول شوي او کله ناکله د اسلامي دولت (داعش) د وسله والو سره په یوه کوټه کې قید شوي دي.
د افغانستان په شمال کې یو خبریال چې تازه نیول شوی او وهل ټکول شوی، وايي: "بل هیڅ مسلک په دې اندازه ندی تحقیر شوی."
دغه خبریال چې د امنیتي اندېښنو په وجه د خپل نوم ښودل نه غواړي، فرانس پرس ته وویل: "زه او ملګري مې نور نه غواړو چې په دې مسلک کې کار ته ادامه ورکړو. هره ورځ نوي محدودیتونه اعلانیږي. که موږ بریدونه او یا د ښځو اړوند موضوعګانو ته پوښښ ورکړو د تلیفوني خبرداریو، تعقیب او یا زندان سره مخامخ کیږو."
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله پخپل کلني راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال راهېسې په افغانستان کې تقریبا ۸۰۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېښي او یا بې کاره شوي دي. تر طالبانو مخکې ۱۲۰۰۰ کسانو په دغې برخې کې کار کاوه. راپور همدغه راز ویلي وو چې له ۸۰ فیصدو څخه زیاتو ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې پرېښي.