د کابل خاکجبار ولسوالي کې د ملي اردو پر پوستو د طالبانو بریدونه

خاکجار د کابل ښار ختیځ کې پرته ده

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د طالبانو برید له ماتې سره مخ کړی دی.

دفاع وزارت نن سې شنبه سپټمبر ۸ (وږې ۱۸) ویلي چې طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ په «شیرالله» سیمه کې د ملي اردو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي و.

سرچینه وايي چې د طالبانو بریدونه د دفاع وزارت اړوند ۱۱۱ فرقې د درېمې لوا له کلک غبرګون سره مخ شول.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي: "په پایله کې ۱ ترهګر وژل شوی او ۲ تنه ټپيان شوي، په یاده نښته کې دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی."

خاکجار د کابل ښار ختیځ کې پلازمینې سره د دغه ولایت له تر ټولو نژدې پرتو ولسوالیو څخه ده.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

په دې وروستیو کې د کابل ولایت په یو شمېر ولسوالیو د نا امنیو د پېښو راپورونه زیات شوي دي.

دفاع وزارت پرون دوشنبه د یاد ولایت په پغمان ولسوالۍ کې هم د وسله والو مخالفینو لخوا د یو ځای پر ځای شوي ماین د خنثی کولو خبر هم ورکړی و.

تر دې مخکې دفاع وزارت د کابل ولایت په شمالي ولسوالۍ شکردرې کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات تر سره کړي و.

دفاع وزارت د یادو عملیاتو پر مهال له طالبانو څخه د ګڼو کلیو د پاکولو خبر ورکړی و.

د یو بل خبر له مخې وسله وال طالبان وايي، تیره شپه د کابل ښار د ۱۸ امنیتي حوزې اړوند تره خېلو سیمه کې د دوی پر وسله والو د افغان ځانګړو ځواکونو د چاپې پرمهال دوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ویلي چې په دغه نښته کې ۹ افغان ځانګړو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغان امنیتي ارګانونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.