د زابل د شینکۍ ولسوالۍ د سقوط مخه نیول شوې ـ چارواکي

عکس (ارشیف)

د زابل امنيتي مقامات وايي چې د شينکۍ ولسوالۍ د سقوط مخنيوی يې کړی او د وسله والو طالبانو بريد يې پر شا تمبولی دی.

د زابل امنيه قوماندان سمونوال حکمت الله کوچي نن دوشنبه اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۸) امریکا غږ ته وویل چې د تیري شپې په جګړه کې چې په وینا یې تر نن سهار پورې دوام درلود ۳۱ وسله وال طالبان او یو پولیس وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې هوايي قواو پر وخت د افغان سرتیرو مرستۍ ته رسېدلي او پر وسله والو یې بریدونه کړي دي.

ده وويل: "تیره شپه لسګونو طالب جنګیالیو د شینکۍ پر ولسوالۍ برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو په ځکمني او هوايي بریدونو کې ۳۱ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي، یاده جګړه کې یو امنیتي سرتیری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي او د وسله والو طالبانو د هغه پلان سخت مخنیوی وشو چې غوښتل یې شینکۍ ولسوالۍ ته سقوط ورکړي."

د افغانستان دفاع وزارت هم نن دوشنبه ویلي چې د طالبانو یوې ډلې پلان درلود، چې د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې په وینا یې د افغان ځواکونو لخوا شنډ شو.

دفاع وزارت ویلي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

شينکۍ ولسوالي د مرکز قلات په ۸۰ کیلومترۍ کې د ډیورند کرښې ته نژدې پرته ده.

نوموړې ولسوالي د زابل له امن سيمو څخه بلل کيده خو اوس د وسله والو طالبانو بريدونه پکښې زيات شوي.

خپله وسله والو طالبانو د زابل د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.