د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار پر شاه ولیکوټ ولسوالۍ وسله وال برید شوی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

امنیتي مقامات وايي د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ پر مرکز يې د وسله والو طالبانو لوی برید پر شا تمبولی او د ولسوالۍ مرکز له سقوط څخه ژغورل شوی دی.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزی وايي چې تېره شپه لس بجې په لوړ شمېر کې وسله والو برید کوونکو طالبانو د شاه ولیکوټ ولسوالۍ پر مرکز ډله ییز بریدونه پيل کړه چې د سهار تر ۷ بجو پوري يې دوام درلود.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه چې افغان قواوو د وسله والو یاده حمله پر شاتمبولې: "تېره شپه وسله والو طالبانو د شاه ولیکوټ ولسوالۍ پر قرارګاه ډله ییزه حمله کړې چې جګړې تر نن سهار پوري دوام درلود پوليسو مقاومت کړی چې په ترڅ کې يې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه نور يې په جګړه کې ټپیان شوي."

ده زیاته کړه چې دا مهال افغان قواوو په سیمه کې چاڼيز عملیات پيل کړي او د ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه د افغان قواوو په لاس کې دی.

په ورته وخت کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا ته وويل چې په برید کې څلور پوليس وژل شوي او ۳ تنه نور يې ټپیان شوي هم دي.

د نوموړي ولسوالۍ پر مرکز تېره میاشت هم د موټر بم ځانمرګی برید وشو چې د ولسوالۍ ګڼ شمېر تاسیسات يې زیانمن کړل.

شاه ولیکوټ د کندهار ښار په شمال ۸۰ کیلو متري کې له زابل او ارزګان ولایتونو سره په سرحد کې پرته ولسوالي ده چې د کندهار – ارزګان پر لویه لار هم ورڅخه تېره شوې.

یاده لار هم له تیرو درو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې او هیڅ تګ راتګ ورباندي ندی شوی.

پر همدې مهال د شاه ولیکوټ امنیه قومندان سمونوال پاچا خان امریکاغږ اشنا ته وويل چي افغان قواوي په سیمه کې د نظامي عملیاتو د پيل لپاره چمتو والی نیسي.

په ټوله کې په کندهار کې د نا امنیو په دوام د دې ولایت په نسبتاً امن ولسوالیو کې هم جګړو زور اخیستې.

د کندهار اوسیدونکې پر امنیتي ادارو باندي نیوکه کوي چې د جګړو لمن د ښار تر ګاونډیو ولسوالیو پوري را رسیدلې او دوی يې په مخ نیوي کې پاته راغلي.

خپله وسله والو طالبانو د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG