بدخشان کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

په دغه نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې

تیره ورځ د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د بدخشان په نُسۍ ولسوالۍ کې جګړه شوې، چې په نتیجه کې یې افغان ځواکونو ته تلفات اوښتي دي.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناءالله روحاني نن یکشنبه د «لړم پر۱۲مه» امریکا غږ ته وویل، چې تیره ورځ په نُسۍ ولسوالي کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې، چې په نتیجه کې یې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي، هغه وايي چې په دغه جګړه کې پنځه افغان سرتیري او د نُسۍ ولسوالۍ د امنیت مدیر هم وژل شوی دی.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري بیا وايي، چې افغان ځواکونه د عملیاتو په موخه د نُسۍ ولسوالۍ ته پر لار وو چې وسله والو طالبانو ورته کمین نیولی و او جګړه شوې.

هغه زیاتوي چې په دغه جګړه کې د نُسۍ ولسوالۍ د امنیت د مدیر په ګډون ۷ تنه افغان سرتیري وژل شوي دي.

د نُسۍ ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی سید محمد بیا وايي، چې څه موده وړاندې قومي مشرانو غوښتل چې په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ خبرې وکړي او د جګړې مخه ونیسي، خو خبرو نتیجه نه ده ورکړې او تیره ورځ جګړه شوې.

نُسۍ د تاجکستان سرحد ته نژدې د بدخشان لرې پرته ولسوالي ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې په کې وسله والو طالبانو فعالیت پيل کړی دی.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.