طالبانو کندهار کې د تونل له لارې د ملي اردو پر مرکز برید کړی

وسله والو طالبانو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یوه ځمکني تونل له لارې د پوځ پر یوه مرکز برید کړی او د پوځ پنځه سرتېري يې وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي‌ دي.

دغه پېښه تېره شپه ۱۱بجې د میوند ولسوالۍ په جګروم سیمه کې رامنځته شوې.

د میوند ولسوالۍ یوه امنیتي مقام د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۱۲مه» د نوم نه ښودلو په شرط امریک اغږ اشنا راډیو ته وويل چې وسله والو طالبانو د ځمکې له لارې دوه کېلو متره تونل د شفق په نوم د ملي اوردو د یوې قرار ګاه داخل ته غځولی وو.

سرچینه زیاته وي چې وسله والو د یاد تونل له لارې په لوړه اندازه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړو چې په چاودنه کې يې د پوځ پنځه تنه سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوی.

سرچینه وايي چې تر چاودنې وروسته وسله والو د پوځ پر مرکز ډله ییز برید پيل کړی چې د سهار تر دو بجو پورې جګړې دوام در لود.

سرچینې زیاته کړه:"د ملي اوردو د شفق کمپ ته چې جګروم سیمه کې دی، وسله والو د ځمکې له لارې تونل کېندلی وو چې لومړی يې د دې تونل له لارې لویه چاودنه وکړه او وروسته يې د سقوط لپاره پراخ بریدونه وکړه، سیمې ته د پوليسو کمکي ځواکونه ورسېدل او وسله وال طالبان هم تلفات لري خو کره شمېر يې لا نه‌دی څرګند".

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند جګړن محمد صادق عیسی پېښه تائیده وي خو وايي چې جزئیات به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

په میوند ولسوالۍ کې تر دې مخکې هم د ملي اوردو پر مرکزونو بریدونه شوي، خو د پوځ یوه مرکز ته د ځمکني تونل کېندلو پېښه د خپل ډول لمړنۍ ده.

وسله والو طالبانو د دغه پېښې په مسؤلیت منلو وسره ۳۵ افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړ ولو ادعا کړې ده.