د تخار د چاه آب ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه

چارواکي وايي، د طالبانو ټول بریدونه یې پر شا تمبولي دي

د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر درې ولسوالیو ډله ییز بریدونه کړي دي.

چارواکي وايي، چې طالبانو لومړی تېره شپه د دغه ولایت پر بهارک او درقد ولسوالیو او تر هغه وروسته یې نن جمعه سهار د چاه آب ولسوالۍ پر مرکز بریدونه کړي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري د «وږې میاشتې پر۸مه» امریکا غږ ته وویل، چې په دغه نښته کې ۱۲ وسله وال مخالفین وژل شوي دي:"په درقد ولسوالۍ کې د برید پر مهال دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، ۱۲ مخالفین وژل شوي د افغان ځواکونو تلفات معلوم نه دي، په دغه سیمه کې د ملي اردو ځواکونه ځای پر ځای دي، د بهارک ولسوالۍ په حمله کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې، حمله یې پر شا تمبول شوې ده، د چاه آب ولسوالۍ برید هم پر شا تمبول شوی دی، مرګ ژوبله تر اوسه معلومه نه ده."

پر همدې مهال امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو نن سهار وسله وال طالبان بېرته د چاه آب ولسوالۍ له مرکز څخه پر شاتمبولي دي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر امریکا غږ ته وویل، د تخار له مرکز څخه تازه دمه ځواکونه د چاه آب ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي دي.

هغه وویل:"نن سهار پنځه بجې طالبان د ولسوالۍ مرکز ته داخل شوي و، د ولسوالۍ مرکز یې سوځولی دی، څو دوکانونه سوځېدلي دي، اوس مهال یو شمېر سرتېري له امنیه قوماندان سره سیمې ته تللي دي، دوی توانېدلي چې ولسوالي له سقوط څخه وژغوري، د ولسوالۍ په شااخوا کې اوس هم وقفه یي نښته روانه ده."

طالبانو بیا ویلي، چې وسله والو یې د چاه آب ولسوالۍ مرکز نیولی او تر څلوېښتو امنیتي سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا یې کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي، چې د چاه آب ولسوالۍ له مرکز څخه یې طالبان د دغه ولسوالۍ کلیو ته پر شا تمبولي او وايي، د حکمت په نوم د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون ۲۸ طالبان یې وژلي دي.

دفاع وزارت ویلي، چې د طالبانو د ځپلو لپاره سیمې ته کمانډو ځواکونه رسېدلي دي او تصفیوي عملیات پیل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزات ویلي، چې په دغه نښته کې درې سیمه ییز پاڅونوال ټپیان شوي دي.

د تخار اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د ناامنیو لمن پراخه شوې ده.